Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو بهیر؛د ټاکنو پر برېښنايي کېدو د کمېسیون بیاځلې ټینګار

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن سې‎شنبې(د وري په ۱۵ مه)اعلان وکړ چې د ټاکنو د برېښنايي بهیر پیل د مطالعې لپاره نړیوال،سیمه‎ییز او کورني کارپوهان خپلې څېړنې پيل وي.

کورنیو او بهرنیو کارپوهانو د ټاکنو د بهیر د پيل لپاره خپلې څېړنې پيل وي،د دغو کارپوهانو مهمې موخې د ټاکنو د برېښنايي کېدو د ځواکمنو او کمزورو ټکو په نښه کول دي او دا چې دغه طریقه په افغانستان کې له کومو ننګونو سره به مخامخ وي او تر کومې کچې د ټاکنو په ښه‎والي کې مرسته کولای شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي وايي چې د څېړنو پایلې به ډېر ژر له رسنیزې شي او ټینګار کوي چې په قوي ګمان سره په راتلوونکو ټاکنو کې د ټاکنو له برېښنايي طریقې څخه کار واخیستل شي.

مېرمن بادغیسۍ وویل:«د برېښنايي کېدو طریقې د استفادې د څرنګوالي مطالعې ترلاس لاندې دي او نړیوال،سیمه‎ییز او کورني کارپوهان پرېکړه لري چې د دغه بهیر د استفادې په څرنګوالي کار وکړي او د دغو څېړنو پایلې به ډېر ژر به شریکې شي.»

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه په دې باور دي چې په انتخاباتو کې د برېښنايي سیستم کارول د دغه بهیر پر روڼتیا او چټکتیا د پام وړ اغېزه لري.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ رییس سید اکرام افضلي په دې اړه څرګنده کړه:«باید د افغانستان له وضعیت څخه ژوره مطالعه وشي  او په هغو هېوادونو کې چې له دغې سیستم څخه یې کار اخیستی،تجربې یې باید په پام کې ونیول شي.»

له دې سره سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو بهیر د برېښنايي کېدو په اړه د دغه کمېسیون د نظرونو د یووالي ډاډ ورکوي.

وسیمه بادغیسۍ زیاتوي:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون له اکثریت نظر سره دې رسېدلی چې د برېښنايي کېدو له بهیر څخه استفاده وکړي او حکومت له موږ سره په دې اړه همغږي ولري او په ځواکمن احتمال سره له دغې طریقې څخه به په افغانستان کې استفاده وشي.»

د افغانستان د ټاکنو د څار د بنسټ غړي شاه محمود مل هم وايي:«د ټاکنو د بهیر د اسانتیا لپاره له ټکنالوژۍ څخه استفاده یو مثبت کار دی او موږ له مخکې د دې غوښتونکي وو.»

تراوسه د بلجیم او اندونیزیا دوه وګړي او یو افغان کارپوه محمد نعیم ایوب زاده د ټاکنو د برېښنایي کولو د څرنګوالي د څېړلو د پلاوي درې غړي دي.

ټاکل شوې دغه پلاوی کابو دوه اوونۍ په دې برخه کې کار وکړي او د خپلو څېړنو پایلې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره شریکې کړي.

شریک یي کړئ