Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو خپلواک کمېسیون او معترضینو ناستې ته نېږدې چاودنه

امنیتي چارواکي د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته څېرمه د معترضینو خیمو ته نېردې د چاودنې خبر ورکوي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند، حشمت ستانکزي طلوع نیوز ته وویل چې دا چاودنه د معترضینو خیمو ته څېرمه د کابل نهمې امنیتي حوزې په پلڅرخي پله سیمه کې شوې ده.

دا سرچینه وايي چې په دې پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او یو ټپي دی.

ښاغلي ستانکزي وویل چې د پېښې زیانمن دواړه پولیس سرتېري دي.

ده د پېښې څرنګوالي په اړه وویل چې یو ځانمرګي بریدګر ورسره چاودېدونکي توکي د اعتراض کوونکو خیمو ته نېږدې چوولي او موخه یې هم دوی وو.

نن سهار د هغو نوماندانو پلویانو چې د شکایتونو کمېسیون لخوا یې له نوملړ څخه نومونه ویستل شوي، د ټاکنو کمېسیون ته نېږدې داعتراض خیمې ودرولې.

نن سهار د هغو نوماندانو پلویانو چې د شکایتونو کمېسیون لخوا یې له نوملړ څخه نومونه ویستل شوي، د ټاکنو کمېسیون ته نېږدې داعتراض خیمې ودرولې

شریک یي کړئ