Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو د برېښنايي کېدو لپاره د حکومت هڅې

حکومت په هېواد کې د ټاکنو د برېښنايي کېدو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي.

اجرائيه ریاست وايي چې په دې اړه له مرستندویه هېوادونو او بنسټونو سره خبرې اترې پیل شوې دي.

د حکومت مشران په دې باور دي چې د ټاکنو د بهیر له برېښنايي کېدو سره به د ټاکنیزو درغلیو کچه د پام وړ کموالی ومومي.

د امنیتي اندېښنو او مالي سرچینو د نشتون تر څنګ د ټاکنو په بهیر کې د رونټیا یقیني کېدل هم بله ستونزه ده چې یادونه یې کېږي.

 د دې ستونزې په وړاندې د بریا لپاره د ټاکنو د بهیر برېښنايي کېدل وړاندیز شوي دي چې اوس دا طرحه د ولسمشر او اجرائیه رییس په میز ده.

 د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال وايي چې د هېواد مشران په دې اړه سره هوکړه لري او همداراز په دې اړه به له مرسته کوونکو هېوادونو سره هم بحث پیل شي.

د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وویل:«د ټاکنو په بهیر کې د روڼتیا لپاره اړیتا ده چې له ټکنالوژۍ څخه استفاده وکړو او موږ له یوناما او اروپايي ټولنې سره په دې اړه خبرې اترې کړې دي.»

اخوا نا تأیید شوي راپورونه څرګندوي چې د ملګرو ملتونو سازمان نمایندګۍ د دې طرحې په اړه اندېښنه څرګنه کړې ده.

د یوناما اندېښنه داده چې حکومت غواړي دا بهیر له سیالۍ پرته یوه بنسټ ته وسپاري او په پایله کې د مدیریت کوونکي بنسټ لخوا په ټاکنو کې لاسوهنه پټه پاتې کېږي. خو په ټاکنو څارونکي بنسټونه له دې اندېښنو سره موافق نه دي.

د افغانستان د روڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وویل:«د افغانستان د خلکو دغه غوښتنه په غیر مستقیمه توګه د ډېریو مرسته کوونکو هېوادونو له خوا رد کېږي چې هغه په ټاکنو کې د ټکنالوژۍ استفاده ده.»

ټاکنیزو شکایاتو ته د رسېدونې کمېسیون رییس عبدالعزیز آریايي څرګنده کړه:«ټکنالوژي کولای شي په ډېر ښه‎والي سره پروسې د کسانو او اشخاصو له واکه تر خپل کنټرول لاندې راولي.»

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو سازمان نماینده ګۍ په ۲۰۰۴ او ۲۰۱۴ کلونو کې د افغانستان د ټاکنو په بهیر نیوکې کړې وې.

د رایې ورکولو د اعتماد وړ سیستم نشتوالی او د رایو او اطلاعاتو راغونډولو لپاره د منظم سیستم نشتون، د سیاسي ثبات کمزورتیا او پراخ فساد د نیوکو اصلي ټکي بلل کېږي.

شریک یي کړئ