Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو روڼتیا لپاره د درې ټاکنیزو ډلو هڅې

 ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي په درشل کې، د عبدالله عبدالله، حنیف اتمر او ګلبدین حکمتیار ټاکنیزې ډلې، هڅې کوي چې د ټاکنو د روڼټیا د تضمین لپاره په ګډه کار وکړي.

د ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزې ډلې غړی همایون جریر وايي چې په دې اړه لومړنۍ هوکړې ترلاسه شوې دي.

هغه زیاته کړه:«د درې ډلو ترمنځ لومړنۍ هوکړې پيل شوي؛ د دغو تفاهمونو بنسټيزه موخه دا ده چې څه ډول وکړای شو، په ولسمشرۍ ټاکنو کې له درغلۍ مخنیوی وکړو، د ټاکنو روڼتیا تضمین کړو او په ټاکنو کې له ناقانوني لاسوهنو مخنیوی وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د دغو ډلو د احتمالي ادغام په اړه رپوټونه خپاره شوي دي، خو ښاغلی جریر دا رپوټونه ردوي.

ښاغلي جریر زیاته کړه:«که‎چېرې د ادغام بحث وي؛ تراوسه د ډلو د ادغام بحث شتون نه‎لري. که‎چېرې دا بحث هم وي، حزب اسلامي ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند دی.» 

د محمد حنیف اتمر ټاکنیزه ډله وايي د دغې هڅې موخه د حکومت د ناقانونه فعالیت مخنیوی او همداراز په ولسمشرۍ انتخاباتو کې له خپلو صلاحیتونو د ولسمشرغني د استفادې مخنیوی دی.

د محمد حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې ویاند قادر شاه وویل:«د سولې او اعتدال ډله، د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو سره د همغږۍ او تفاهم لپاره یوه ګډه جرګه لرو او په دغې جرګه کې، د ټاکنو د روڼتیا او ټاکنیزو اصلاحاتو او همدارنګه د حکومت د ناقانوني کړنو په اړه یو نظر شتون لري.»

د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وايي چې په دغې هڅه کې د شاملېدو لپاره د احمد ولي مسعود او رحمت الله نبیل له ټاکنیزو ډلو سره هم خبرې پیل شوې دي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې مرستیال اسد الله سعادتي څرګنده کړه:«هر ډله چې چمتو وي او په دې برخه کې له موږ سره خبرې وکړي، موږ چمتو یو چې په مشخص مکانیزم خبرې وکړو. دا چې موږ څه ډول وکړای شو چې د بیت المال د استفادې په برخه کې د ولسمشر بې ځایه، پراخه ناوړه استفاده، د دولتي څوکیو د پلور، د والیانو، ولسوالانو، قومندانانو او دولتي کارکوونکو د ګومارنې مخنیوی وکړو.»

خو تر یوې نیمې میاشتې پورې د سولې هڅې او د سولې موافقې ته د رسېدو احتمال، د ولسمشرۍ ټاکنو د کېدو احتمال هم پيکه کړی دی.

د سیاسي چارو کارپوه محمد ناطقي وايي:«د امریکا لومړیتوب سوله ده... که‎چېرې دا لومړیتوب عملي شي، نو په طبیعي توګه ټاکنې ځنډول کېږي.»

له دې مخکې زلمي خلیلزاد ویلي که له ټاکنو مخکې د سیاسي پروګرام په هکله موافقه وشي دا هوکړه به عملي شي.

زلمي خلیلزاد د خپل تویټر پر پاڼه لیکلي له طالبانو سره د افغانانو او افغان حکومت د خبرو د ژر تر ژره د پيلولو په اړه هوکړه شوې ده، نوموړی زیاتوي موافقه شوې چې په نږدې راتلونکي کې دا خبرې د سولې د داسې یوه چوکاټ او سیاسي راتلونکي لپاره د پراخ پروګرام د جوړېدو لامل شي چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ وي.  

دغه ټاکنیزې ډلې وايي چې هڅه کوي د ټاکنو د روڼیتا او د درغلیو د مخنيوي لپاره په ګډه سره کار وکړي.

شریک یي کړئ