Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان کې د ځنډ احتمال

د ټاکنو خپلواک کمېسیون سې‎شنبې(د تلې په ۲۳مه نېټه) د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان احتمالي ځنډ خبر ورکړ.

د کمېسيون یو شمېر غړو وویل چې د پایلو دغه ځند به له دریو ورځو تر یوې اوونۍ وخت په بر کې ونیسي، د دوی په خبره د ټاکنو خپلواک کمېسیون کارکوونکي په درې برخو کې پر کار بوخت دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړې، رحیمه ظریفي وايي:«که زموږ له مهال ویشه پروسه یوه، دوې او یا درې ورځې وځنډېده نو دلایل به یې ټول د افغانستان له خلکو سره شریک کړو. خو کله به هم د ټاکنو مهال ویش، درې څلورو او یا له یوې اوونۍ ونه ځنډیږي.‎»

هغې زیاته کړه چې د ټاکنو کمېسیون هڅه کوي تر څ و په ټاکلي وخت یعنې د تلې په ۲۷مه نېټه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه راز د ۱،۳میلیونه رایه ورکوونکو د معلوماتو او دغه راز د معلوماتو بانک ته د ۲۳ زرو بایمتریک ماشینونو د معلوماتو له انتقال خبر ور کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د هر ولایت د بایومتریک دستګاوو مالومات په جلاجلا توګه د کمیسیون په مالوماتي بانګ کې ثبتیږي.

دوی وايي چې د کار د چټکتیا لپاره له بایومټریک دستګاو د حافظې کارتونه ویستل کېږي او کمپیوټر ته یې مالومات انتقالیږي.

داسې ښکاري چې د ټاکنیزو ډلو څارونکي هم له دې تګلارې راضي دي.

د سولې او عدالت د ټاکنیزې ډلې څارونکی، شېرآقا روحاني وايي:«له هغې ورځې چې دا تګلاره یې پیل کړې ده، بریالي دی، انشاالله چې خوندي هم ده.»

د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې څارونکی، داوود سلطان زوي څرګندوي:«تر اوسه په نسبي ډول راضي یوو او یو ښه پیل دی او نورو ټاکنو دا ټاکنې ښې وې.»

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې څارونکی، یونس نواندېش زیاتوي:«څنګه چې موږ له دې بهیره څارنه کوو، هرڅه په ښه توګه مخې ته ځي.»

د رایه ورکونکو د مالوماتو او د بایومتریک دستګاوو د اطلاعاتو له لیږدولو وروسته د رایو د تصفیې او تفکیک بهیر پیلیږي.

‎یوه مهمه پوښتنه دا ده چې بایومتریک له غیربایومتریک رایو څخه څه ډول بیلیږي او همداراز تقلبي رایې چې په هغې کې له کیو آر کوډ څخه کار اخیستل شوی او په ظاهره له اصلي رایو سره هیڅ توپير نه لري څه ډول روښانه کیږي؟

مېرمن ظریفي وايي:«موږ سیستم داسې جوړ کړي چې ټول موارد د کیو آر په ګډون، ګوډونه یې د سرور په مرسته پېژندل کېږي.»

د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ته درې ورځې پاتې دي خو د دغه کمیسیون یو شمیر غړي په دې باور دي چې ښایي د پایلو په اعلان کې یوه اونۍ ځنډ راشي او د ځنډ دلایل به په راتلونکو ورځو کې له خلکو سره شریک شي.

په همدې حال کې د ټاکنو کمېسیون وايي چې دوی هڅه کوي تر څو په ټاکلي وخت یعنې د تلې په ۲۷مه نېټه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

شریک یي کړئ