د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لخوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې د رایو ورکونکو د نوم لیکنې بهیر په لومړیو څلورو ورځو کې څه باندې ۷۶ زره کسانو په ټول هېواد کې نومونه لیکلي دي.
اخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان مني چې د هغوی د نوم لیکنې په دفترونو کې د شمېرو د ثبت لپاره کوم سیسټم نشته خو ټاکنیز مالومات د ایمیل او ټیلفون له لارې مرکز ته لېږدول کېږي.
کابل، پروان، لوګر، کاپیسا او پنجشیر هغه پنځه ولایتونه دي چې تراوسه ډېرو کسانو پهکې نوملیکلنه کړې ده.
په دې لړ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لخوا د نوم لیکنې بهیر له نیوکو سره مخامخ شوی دی.
د افغانستان د ازادو او رڼو ټاکنو بنسټ اجرايي رییس یوسف رشید په دې اړه وايي:«کولای شوای چې یو مالوماتي بانک جوړ کړي او دغه مالوماتي بانک د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له وېب پاڼې سره ونښلول شي ترڅو خلک له هغې لارې وکړای شي چې په کوم ولایت کې په یوه ورځ کې په ټولیزه توګه څو تنو نوملیکنه کړې البته د ښځو او نرینهوو له توپير سره.»
د افغانستان د ملي غورځنګ ګوند ویاند بشیر احمد تهینج هم څرګنده کړه:«کله چې یو میکانیزم په ځانګړې توګه مسلکي میکانیزم سم نه وي موږ هېڅکله د شمېرو پر روڼوالي باور نه شو کولای.»
خو د نوملیکنې د شمېرو بڼه داسې ده چې د رایو مرکزونو مسوولین د هرې ورځې په پای کې د نوملیکنې شمېر د ولسوالیو آمرینو ته ورکوي او وروسته د کمېسیون ولایتي دفترونه د ولسوالیو له امرینو دا شمیر ترلاسه کوي او هغه د برېښنا لیک او کله هم د ټلېفون له لارې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر ته ورکوي. له همدې امله داسې اندېښنې شته چې دا شمېرې تر ډېره سمې نهشي کېدای.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي په دې اړه وايي:«د دې لپاره چې شمېرې ډېرې وښيي دورغو ته دې مخه نه کوي کهچېرې دوی له نن څخه ځان په دروغو عادت کړي طبعي ده چې ښې ټاکنې به ونهلرو.»
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړې ملیحه حسن هم څرګنده وي:«تراوسه د سرچینو او وسایلو د نشتوالي له امله د کتاب او په کتاب کې د ثبت شویو شمېر رپوټ ورکول کېږي.»
د رایو ورکوونکو د نوملیکنې د کتابونو د ساتلو څرنګوالی او په دغو کتابونو کې د لاسوهنې احتمال نورې اندېښنې دي، دا کتابونه د شپې لخوا هم په دغو مرکزونو کې ساتل کېږي.
اغلې حسن زیاتوي:«څرګنده ده چې کتابونه په لیرې پرتو مرکزونو کې پاتې کېږي د دې لپاره چې د ولسوالۍ مرکز ته تګ او راتګ وخت نیسي شونې هم نه ده دا اندېښنې پر ځای دي.»
د رڼو ټاکنو ترسره کول په هېواد کې د ولسواکۍ له لاسه تللي اعتبار د بېرته ستنولو لپاره مهم بلل کېږي، اوس دا پوښتنه مطرح کېږي که د انتخاباتو ترسره کوونکي ټاکنیزې چارې په ښه توګه عملي کړي ایا په هېواد کې به ولسواکي له منځه ولاړه نهشي؟