Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو منفي پایلو په تړاو د یو شمېر جهادي مشرانو خبرداری

د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو په درشل کې یو شمېر سیاسي څېرو او مشرانو د ټاکنو له کبله د یو بل ناورین له راپورته کېدو خبرداری ورکوي.

پخواني ولسمشر، حامدکرزي، پخواني جهادي مشر، محمد اسماعیل خان، د پخواني ولسمشر مرستیال، محمد یونس قانوني، د ملي محاذ ګوند مشر، سید حامد گیلاني، د بلخ پخواني والي، عطامحمد نور او یو شمېر نورو سیاسي او جهادي مشرانو چهارشنبه(د تلې په دریمه نېټه) په دې تړاو ناسته ترسره کړه.

دوی وايي، تر ټاکنو باید سولې ته لومړیتوب ورکول شي.

له دې ډلې اسماعیل خان وايي، د راروانو ټاکنو پایلې به یو لوري ته هم د منلونه وي او د افغانانو ملي یووالی به له منځه یوسي.

هغه زیاتوي:«‎دوه ورځې وروسته به موږ داسې یوه حالت ته ولاړ شو چې زموږ ملت ته به د منلو وړ نه وي، خوښ یوو چې موږ ټول د داسې ټاکنو شاهدان ووسو چې د خلکو د یووالي او د هېواد د ژغورنې لامل شي، خو دا زموږ لپاره شونی دی.»

سید حامد ګیلاني زیاته کړه:«یوه بیا کتنه وکړو او د سولې پر لرو چې زموږ لومړيتوب دی، ولاړ شو.»

بلخوا عطا محمد نور هم وايي، تر هغې چې سوله ونه شي ټاکنې به معنا ور نه کړي. هغه زیاتوي:«موږ ټول پوهېږدو چې ټاکنې ملي پروسه ده او د افغانستان د خلکو اړتیا ده، خو هرڅه باید په خپل وخت کې وشي.»

د پخواني ولسمشر مرستیال، محمد یونس قانوني هم خپل نظر داسې څرګندوي:«که خدای مکړه کړکېچ رامنځته شي، باید د افغانستان خلک پوه شي چې یو شمېر خویندو او وروڼو یې د خلکو ژغورنې لپاره ملا تړلې او د کړکېچ برخه نه دي.»

دغه راز پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې افغاني مذاکراتو ته دې غاړه کېږدي. کرزی وايي:«له بهرنیو سره خبرې وکړئ، خو اصلي ناسته او اصلي سوله باید ستاسو دخپلو خلکو سره ووسي.»

د هېواد دغه سیاسي او جهادي شخصیتونه وايي د سولې لپاره د یوې طرحې پر جوړولو کار کوي او ددې طرحه مسوده به څو ورځې وروسته له خلکو سره شریکه شي.

ټاکل شوې ولسمشرۍ ټاکنې شنبې د تلې میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شي

شریک یي کړئ