Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو وروستۍ پایلې او پر سولې یې اغېز

په داسې حال کې چې یو شمېر ګوندونه او سیاسي بهیرونو د ټاکنیزو پایلو اعلان د سولې بهیر کې د شویو پرمختګونو مخې ته لوی خنډ بولي ،خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، له طالبانو سره د سولې یو فرصت برابر شوی دی.

د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ وايي:«‎موږ له طالبانو سره خبرې کوو. موږ له یوې مودې راهیسې له طالبانو سره پر خبروبوخت یو. ولیدل شي چې څه کیږي. هوکړې ته د رسېدو لپاره یو فرصت شته؛ دا یو فرصت دی.»

له بل لوري، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیاله په دې باور ده چې، د ټاکنو پایلې افغانانو پورې اړه لري؛ خو سوله بیا د امریکا لپاره لومړیتوب دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیاله، مولي في څرګندوي:«‎دا افغانانو پورې اړه لري چې د ټاکنو د پایلو په اړه پریکړه وکړي؛ خو زموږ او د ډیری افغانانو لپاره سوله لومړیتوب لري. موږ باور لرو چې، د تاوتریخوالي د تل پاتې کمولو ته نږدې شوي یو او که چېرې دغه بهیر بریا ته ورسیږي د امریکا او طالب استازو تر منځ د هوکړې لاسلیک کېدو ته به هم لاره پرانېستل شي او د یادې هوکړې له لاسلیک وروسته به هم له افغان حکومت او افغان ځواکونو سره زموږ کړې ژمنې پر ځای وي.»

اجراییه ریاست او جمعیت ګوند د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو اعلانول د افغانستان د سولې بهیر پر وړاندې خنډ بولي.

د اسلامي جمعیت د رهبرۍ غړی، نور رحمان اخلاقي وايي:« نه یوازې د ولسواکۍ پر وړاندې کودتا وه، بلکې چې د سولې پر وړاندې هم یوه کودتا وه.»

د اجراییه ریاست ویاند، مجیب رحیمي زیاتوي:« په دې کې شک نشته چې د سیاسي تحولات او سیاسي اختلافات به د سولې پر بهیر اغېزه وکړي.»

ځینې نور ګوندونه بیا په دې باور دي چې، اوس باید ټاکنیز اختلافونه یوې څنډې ته پرېښودل شي او د هېواد د سیاستوالو له لوري باید د سولې خبرو اترو لپاره یو پراخ مرکچي پلاوی جوړ شي.

د ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزې ډلې مرستیال، فضل الهادي وزین وايي:« مذاکراتو ته د جګړې پای په مفهوم د ننه کېدو په تړاو د حکومت اراده روښانه نه ده.»      

طالبانو هم د ولسمشرۍ ټاکنو د ورستیو پایلو د اعلانولو په اړه غبرګون ښودلی او دغه بهیر یې ننداریز بللی دی.

د طالبانو مخکینی قومندان، سید اکبر آغا څرګندوي:« له بده مرغه هغه پرېکړه چې تېره ورځ وشوه د سولې بهیر پر لور د ګامونو متزلز کولو پر لور ګام وو.»   

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند رحمت اله نبیل هم اختلافونو ته شا کولو او د افغان سولې بهیر په اړه د یوه واحد لید لوري پر جوړولو ټینګار کوي.

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند، رحمت الله نبیل وايي:« د ټاکنو وروستیو پایلو اعلان د سولې د بهیر د سبوتاژ کولو په مانا ده.» 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له اسلام آباد سفره وروسته تېره ورځ کابل ته راغی او د هېواد له سیاستوالو سره پر لیدو کتو او خبرو بوخت دی. د ښاغلي خلیلزاد مرستیاله په دې باور ده چې، د افغانانو تر منځ خبرې ډېرې اوږدې نشي او د پام وړ پایلې ولري.

شریک یي کړئ