Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو پایلو اعلان لپاره د نېټې ټاکلو کې د کمېسیون ناتواني

د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو ځنډېدو سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون له څو ناستو ورسته (یک شنبې د تلې په ۲۸مه نېټه) هم ونه توانیدل چې د ټاکنو د لومړنیو د پایلو کره نیټه اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي وایي چې تر راتلونکو لنډو ورځو به لومړنی پایلې اعلان کړي، خو تر اوسه نه ده څرګنده چې دا پایلې به کله اعلانیږي.

ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې شنبې د تلې په ۲۷مه نېټه اعلان شي.

په دغې راپور کې د دوه زره اته سوه قرنطین شویو بایمتریک دستګاوو بیا څیړنې ته هم کتنه شوي ده.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړې، رحیمه ظریفي وايي:«زه نه غواړم د افغانستان خلکو ته داسې څه اوایم چې کره نه وي. تر سبا موږ ته وخت راکړئ چې موږ موږ پوه شو کله کولی شو لومړنۍ پایلې له خلکو سره شریکې کړو.‎»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې د شنبې په ورځ ويلي وو چې د ټاکنو د پایلو نه اعلان لامل د اطلاعاتو بانک ته له بایومټریک دستګاو د مالوماتو مرکزي بانک ته د مالوماتو په لیږد کې تخنیکي ستونزې بللې وې.

په همدې حال کې داسې ښکاري چې د یو شمېر ټاکنیزو ډلو څارونکي هم د ټاکنو د پایلو له خنډه خوښ دي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې څارونکی، محمد یونس نواندېش څرګندوي:«موږ په دې ځنډ کې کومه اندېښنه نلرو، څه چې موږ ته ډېر مهم دي د رڼښت مسله ده.‎»

د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې څارونکی، داوود سلطان زوی زیاتوي:«کمېسیون حق لري چې د رڼښت لپاره یو شمېر کارونه ترسره کړي، خو باید رڼښت او مهال ویش دواړه د کمېسیون لخوا په حساس ډول سره پرتله شي او څېړل شي.‎»

له بلې خوا ټاکنو خپلواک کمیسیون دا مني چې تراوسه هم د بایومتریک دستګاوو ۴۹۵ میموري کارتونه او ۱۸۶ د بایومتریک دستګاوې ورکې دي.

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې به کله اعلان شي

شریک یي کړئ