Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو کمېسیون دوه ډلګۍ؛مخالفان له مقیدې داوطلبۍ سره موافق نه دي

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون درې غړي د هغه اماراتي شرکت د سندونو د څېړلو مخالف دي چې د دې ادارې لپاره د فني او بریښنایي توکو د اخیستو لپاره د داوطلبۍ په بهیر کې یې برخه اخیستې ده.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یاد درې غړي د دې تړون د بیا ځلې داوطلبۍ غوښتونکي دي او له یاد شرکت سره د شوي تړون تړل د قانون خلاف بولي .

معاذالله دولتي هغه کس دی چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره د برېښنايي او تخنیکي وسایلو د پېرلو تړون د دواطلبۍ په بهیر کې د یوازیني پرولوجیکس اماراتي شرکت د سندونو له څېړلو سره مخالف دی.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسۍ او د دغې ادارې بله غړې ملیحه حسن هم د مخالفینو په ډله کې دي.

معاذالله دولتي په دې اړه وویل:«د ارزونې پلاوی هغه مهال کولای شي تشکیل شي چې موږ له څو وړاندیزونو سره کار ولرو چې وکړای شو هغه و ارزوو او همدارنګه پرتله کړو؛ ترڅو مالومه کړو چې کوم وړاندیز زموږ ځواب ویوونکی دی. له دې امله اخیستون دا دی، دا چې موږ له یوه وړاندیز سره کار لرو د ارزونې لپاره بستر او ځای نه شته او نور موږ د بل پړاو چې عبارت له ارزونې څخه وي اړتیا نه ده چې ولاړ شوو، نو بل پړاو باید ژر غوره کړو ځکه چې خلک په تمه دي.»

ښاغلی دولتي د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې له پټو پرېکړو هم پرده پورته کوي او ادعا کوي ډېری تصمیمونه د رییس او هغو کسانو لخوا نیول کېږي چې د دې شرکت د سندونو له څېړلو سره موافق دي.

له دې مخکې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارلانشا رییس ویلي د دغه اماراتي شرکت د څېړلو لپاره پلاوی ټاکل شوی او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره د برېښنايي او تخنیکي وسایلو د پېرلو تړون برخلیک به په راتلونکې اونۍ کې روښانه شي.

خو ښاغلی دولتي وايي د کمېسیون دغړو ترمنځ د نظر د اختلاف له امله څېړونکی پلاوی تراوسه نه دی غوره شوی.

د افغانستان د ټاکنو لپاره د مدني ټولنې د شبکې رییس جانداد سپین غر په ډاګه کړه:«اصول روښانه دي له مسلکي پلوه معیارونه او طریقې روښانه دي، خو دا چې با هم اختلاف شته، د دې ښودنه کوي چې له بهر څخه پر کمېسیون یو ډول نفوذي فشار دی چې کمېسیون اړ باسي چې په داشان پرېکړو کې په دوه ډلې ووېشل شي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د وخت د کمښت له امله د تړون لپاره له مقیدې بڼې کار واخیست خو لیدل کېږي چې د دغه کمېسیون غړي د نظرونو د اختلاف له امله وخت له لاسه ورکوي.

د ولسي جرګې غړي محمد عبده په دې اړه وویل:«ولسي جرګې راتلونکې اوونۍ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي رابللي ترڅو هغو پوښتنو ته چې د خلکو له استازو سره په بېلابېلو برخو کې، د رای ورکوونکو د نوم لیکنې،د توکو د پېر، د ټاکنو مهال‎وېش، د حوزو ډلبندیو په ټول کې دا هغه پوښتنې دي چې استازي یې غواړي چې د ټاکنو د کمېسیون له کمېشنرانو څخه پوښتنه وکړي.»

د قانون او د ټاکنو د تګلارې له مخې که د ټاکنو د کمېسیون غړي له اختلافاتو سره مخامخ شي راي ګیري ترسره کېږي او د اختلاف وړ موضوع په هکله د اکثریت په ګټه پرېکړه کېږي، په دې اړه هغه کسان چې د نوموړي شرکت د سندونو د څېړلو غوښتونکي دي اکثریت یعنې څلور تنه دي.

شریک یي کړئ