Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو کمېسیون د غړیتوب لپاره ۳ نوماندان ژر ولسمشر ته معرفي کېږي

د غوراوي کمېټې د ټاکنو په کمېسیون کې د غړیتوب لپاره ۵۷ غوښتنلیکونه ترلاسه کړي او ټاکل شوې ده له دې ډلې، د درې تنو نومونه ترڅو راتلوونکو ورځو ولسمشر ته واستول شي.

د غوراوي کمېټې مشر وایي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوه غړي څوکۍ لپاره د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ ورځ تېره چهارشنبه وه، او اوس پر غوښتنلیکونو کار کوي.

هغه نن په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل:«په پای کې به د غوراوي کمېټه هڅه وکړي د هغو فورمونو له ډلې چې بېرته کمېټې ته سپارل شوي دي د څېړنو له پړاو وروسته د ټاکنو قانون او د کمېټې د کاري کړنلارې په سمون کې، درې تنه نوماندان چې د عالي او مناسب معیار لرونکي وي او د ټاکنو قانون او د کمېټې د کړنلارې په سمون کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته به معرفي شي.»

د کمېټې غړي مني چې د دغې کمېټې د کار بیا کار پیل ناقانونه دی. او وایي چې لوړپوړو دولتي چارواکو د ټاکنو په اړه تر حقوقي ملاحظاتو سیاسي ملاحظاتو ته پام کړی او دا بهیر یې سیاسي کړی.

د غوراوي کمېټې غړی عبدالله شفايي په دې اړه څرګنده کړه:«هغه ستونزه چې وه سیاسي ملاحظې وې چې تاسې ښه پوهېږئ، د ټاکنو بهیر له دې وروسته د دې پر ځای چې تخنیکي او یا حقوقي وي سیاسي دی. چې د ولسمشر په حکم کې راغلي دي لوړپوړي چارواکي ونه توانېدل چې کم غړی د ټاکنو له نوملړ څخه ترلاسه کړي.»

له دې سره سرچینې وایي چې د ټاکنو په خپواک کمېسیون کې د غړیتوب لپاره ځينو پخوانیو او اوسنیو چارواکو هم غوښتلیک سپارلی خو د غوراکي کمیټه په دې اړه څه نه وایي.

بل لورې  د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي کمېسیون ته د یوه غړي په معرفۍ سره به، د ټاکنو کمېسیون مشر او د دارالانشاء مشر وټاکل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس عبدالیع صیاد وویل:«د خپل اداري پلاوي ټاکنې ترسره کوو چې خپل مش، دوه مرستیالان، منشي او په دغو ټاکنو کې د کمېسیو ویاند وي او دویم هغه څه چې زموږ کارونه یې له پڅوالي سره مخ کړي دي زموږ د ګمارنې پورسه ده چې دا به ډېر ژر حل کړو.»

تر دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راروان لمریز کال د چنګاښ میاشتې ۱۶ مه نېټه د پارلماني ټاکنو د ترسراوي ورځ اعلان کړې وه خو ترې وروسته ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې کمېسیون د یوه لیک په ترڅ کې وویل چې ټاکنې به د راروان کال تلې میاشت کې وشي.

شریک یي کړئ