Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو کمېسیون رییسې د پایلو اعلان کې د ځنډ له امله بښنه وغوښته

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهال‎وېش پر بنسټ، د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې باید نن (شنبې د تلې په ۲۷مه) اعلان شوې وای، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغه مهال‎وېش تر پښو لاندې کړ او پایلې یې اعلان نه کړې.

حوا علم نورستانۍ، نن ماښام شپږنیمې بچې په یوې خبري ناسته کې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو په اعلان کې د ځنډ له امله بښنه وغوښته.

مېرمن نورستانۍ وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ د ټاکنو خپلواک کمېسیون مالوماتي بانک ته له بایومېټریک دستګاوو څخه د مالوماتو د لېږد بهیر کې د تخنیکي ستونزو له امله ځنډول شوي دي.

د ټاکنو کمېسیون رییسې دا چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به کله اعلان شي، څه ونه ویل:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون د افغانستان له شریفو خلکو او د ټاکنو په بهیر کې له دخیلو اړخونو څخه د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان او نه خپرېدو له امله بښنه غواړي... له بده مرغه کمېسیون د تخنیکي دلایلو او تر ډېره د روڼتیا د تامین لپاره ونه توانېد د ټاکنو مهال‎وېش کې ټاکل شوي وخت د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.»

هغه همدارنګه وویل په ډېریو موردونو کې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو څارونکي له بایومېټریک دستګاوو څخه د مالوماتو لېږد بهیر د ځنډ لامل شوي دي.

ښاغلې نورستانۍ څرګنده کړه:«کله ناکله د محترمو نوماندانو څارونکي چې اصلاً د هغوی په واک او دندو کې نه دي، له بایومېټریک دستګاوو د کمېسیون مالوماتي مرکزي بانک ته لېږد بهیر کې د ځنډ لامل شوي چې له بده مرغه څو ځله د دغې چارې شاهد وو. د ټاکنو خپلواک کمېسیون په کلکه تمه لري څو له دې وروسته د نوماندانو او سیاسي ګوندونو څارونکي د خپلو سپارل شویو دندو په حد کې کړنه وکړي او د بهیر د درېدو او ځنډېدو لامل نه شي.» 

دا په داسې حال کې ده چې له ۳۲۰۰ بایومېټریک دستګاوو څخه د مالوماتو لېږد چې قرنطین شوي وو، د فني ستونزو له امله لاهم پای ته نه دی رسېدلی. په همدې ترتیب، د څه باندې یو مېلیون او ۷۰۰ زره رایو له ډلې چې د دغه بنسټ د مالوماتو مرکزي بنسټ ته لېږدول شوي، له اصلي رایو د تقلبي رایو د جلا کولو لپاره توپیر او مقایسه هم نه ده شوې.

د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ د ولسي جرګې د ځينو غړو اندېښنې راپارولې دي. ځينې دغه استازي وايي چې دا ځنډ د ټاکنو د مهندسۍ لپاره شوې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهال‎وېش پر بنسټ، ټاکل شوې وه د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷ او وروستۍ پایلې یې د لړم په ۱۶مه اعلان شي. اوس چې کمېسیون بریالی شوی نه دی لومړنۍ پایلې په خپل وخت اعلان کړي، وبه لیدل شي چې دغه بنسټ به وتوانېږي چې وروستۍ پایلې په خپل ټاکلي وخت اعلان کړي.

شریک یي کړئ