Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو د معاشونو پر زیاتوالي نیوکې

د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو په معاشونو کې د ۱۰۰ زره افغانیو زیاتوالی له توندو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د افغانستان د روڼیتا د څار بنسټ او پر ټاکنو ځينې نور څارنیز بنسټونو د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۳۰مه) وویل چې د ولسمشر له خوا د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو د معاشونو د زیاتوالي تایید د پوښتنې وړ دی.

د افغانستان د روڼتیا د څاربنسټ څېړونکی ناصر تېموري وايي:«د دغو بنسټونو له خوا دا ډول غوښتنې، په دغو بنسټونو کې د خپلواکۍ د کمزورتیا څرګندونه کوي او د اجراییه قوا او ولسمشر له خوا د هغه تایید او تصویب د دغو بنسټونو خپلواکۍ ته نه درناوی دی.»

ولسمشرۍ په دې اړه څه نه وايي خو هېوادوال وايي هغه کسان چې د هېواد برخلیک یې د نړۍ تر ټولو بدو ټاکنو سره له کړکېچ سره مخ کړ د مکافاتو پر ځای باید مجازات شي.
 
په دغه سند کې چې طلوع نیوز ترلاسه کړی، لیدل کېږي چې، ولسمشر غني د روان کال د چنګاښ میاشتې پر ۱۵مې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هغه وړاندیز چې، د دغه کمېسیون د ټولو غړو په معاشونو کې سل زره افغانۍ ډېرې شي؛ تایید کړی دی.

د کابل اوسېدونکی وزیر آقا وايي:«د دې لپاره چې زموږ یوه هېوادوال ته یوه نمړۍ ډوډۍ پیدا کړي؛ ځي یوه کمېشنر ته ۱۰۰ زره معاش زیاتوي. هغه کمېشنر چې ټاکنې یې کړکېچ ته یوړې.»

د کابل بل اوسېدونکی شاه محمد هم وویل:«خاینو کمېشنرانو ته یې سل زره سل زره اضافه معاش ورړ او یوه ولسمشر ته شرم دی.»

تر دې مخکې، ولسمشر غني د روان کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۱مې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ورته وړاندیز هم تایید کړی و.

غړی سید عظیم کبرزاني زیاتوي:«زموږ د ښوونکو معاش کم دی او موږ اقتصادي ستونزې لرو او هیله لرو چې ولسمشر ظلم بس کړي.»

له دې سره سم، د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ، د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو د معاشونو ډېروول د پوښتنې وړ بولي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رییس یوسف رشید څرګندوي:«دا روحیه او پرېکړه د پوښتنې وړ ده زه نه پوهېږم، چې ولسمشر د دوی له کوم کاره ستاینه کړې. که چېرې له دې یې سرچینه اخیستې وي چې د مکافاتو او مجازاتو اصل وي. ښه ده چې له یوه رڼه طریقه وي.»

د ټاکنیزو کمېسیونو غړي تېر کال د ولسمشرۍ د نوماندانو له لوري غوره شول؛ خو هېوادوال نیوکه کوي چې، د دغو کمېسیونونو د غړو ناغیړیو ټاکنیز جنجالونه رامنځته او هېواد یې کړکېچ په لور بوته

شریک یي کړئ