Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنیز وشکایتونو د وخت پای؛ هرات کې ۴۹۰ شکایتونه ثبت شوي

په هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمېسیون سیمه‎ییز دفتر وايي چې د ټاکنیزو شکایتونو وخت پایته رسېدو سره په دې ولایت کې ۴۹۰ شکایتونه ثبت شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د ثبت کېدو موده نن د دوشنبې په ورځ (د تلې په ۹مه نېټه) پایته ورسیده.

هرات کې د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمېسیون سیمه‎ییز دفتر مسوولین زیاتوي چې ډېری شکایتونه د بایومټریک دستګاه نه کار او د یو شمېر کسانو د نوم نه موندلو یا د ښځو په نامه یې د بدلېدو په تړاو وو.

د هرات د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون کمیشنر، احمدالله اکسیر څرګندوي:«د افغانستان ټولو خلکو ته په روښانه توګه وایوو چې موږ د شکایتونو د ثبت لپاره یوو او پاکې رایې له ناپاکې بېلې کوو.‎»

خو ویل کیږي چې  تر اوسه د هرات د  کهسان، ګلران او چشت ولسوالیو شکایتونه د نا امنیو له امله دغه کمیسیون ته نه دي رسیدلي‎.

د هرات د مدني ټولنې فعال، جواد عمید په دې اړه وايي:«څومره چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کار بې طرفه وو، د ټاکنو مشروعیت لوړوي.‎»  

 په بایو مټریک دستګاوو کې تخنیکي ستونزې، د ښځو او نرینه وو د نومونو بدلیدل او ځینې نورې ستونزې د رایه ورکوونکو په نوملړ کې له لویو ستونزو بلل شوي دي.

د هرات د ولایتي شورا غړی، کبیر ایثار وايي:«په دې ټاکنو کې د تېرو په پرتله د خلکو ګډون کم وو که شکایتونو ته په سمه توګه رسیدنه ونه شي، نو دا شمېر به راتلونکي کال کې له دې هم کم شي.‎»

له دې ټولو سره سره د هرات د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي چې پر دغو شکایتونو به په جدي توګه غور وشي‎.
 
 په بایو مټریک دستګاوو کې تخنیکي ستونزې، د ښځو او نرینه وو د نومونو بدلیدل او ځینې نورې ستونزې د رایه ورکوونکو په نوملړ کې له لویو ستونزو بلل شوي دي

شریک یي کړئ