Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره د ماشومانو ژوند ژغورونکې همکاري

د کابل - ننګرهار پر لار اته تنه کوچني ماشومان پر دغې لار د ټرافیکي پېښو د مخنیوي په پار موټرو ته لارښونه کوي.

دغه ماشومان د کابل په ماهیپر سیمه کي د پیسو له غوښتلو پرته او په وړیا توګه دغه کار تر سره کوي، خو د لارې یو شمېر موتر چلوونکي بیا دوی ته پیسې ور کوي. 

دغه ماشومان وايي له دي لارې دوی د ورځې درې سوه افغانۍ تر لاسه کوي. 

له ځانګړو جامو سره چې په تن یې وي تر ماښامه له هغو موټرو سره چې له اوږده واټن وهلو او کږلېچنو کچ کولو وروسته دې سیمې ته راځي، لارښوونه کوي.

د واټ تر غاړې کارګر ماشوم احمدشاه وايي:«موږ هر سهار شپږ بجې راځو او د ماښام تر شپږو دلته یوو که‎چېرې موټر پیدا شي خو ښه که نه نو پلي بیا ځو.»

د واټ تر غاړې بل کارګر ماشوم رحیم الله هم وايي:«موږ خپل کار کوو که یې پیسې راکړې خو ښه او که یې رانه‎کړې موږ د خپل هېواد لپاره کار کوو.»

دا اته ماشومان له موټر چلوونکو پیسې نه اخلي، خو یو شمېر موټر چلوونکي خپله هغوی پیسې ورکوي.

موټرچلوونکی منصور وویل:«ډېره مرسته کوي هغه بې پروايي چې په دغې لار کېږي، که چېرې دوی نه وي ډېرې حادثې به وشي.»

بل موټرچلوونکی نورالرحمان هم څرګنده کړه:«د ټرافیکو پولیس چې ته دي همدا ماشومان دي چې له موږ سره مرسته کوي.»

عبدالوارث له دیارلس کلنۍ وروسته، کله یې چې بل کار پیدا نه کړ، دې چارې ته یې مخه کړه.

عبدالوارث زیاتوي:«ما په لومړي سر کې پلاسټیک راغونډول، وروسته یوه ملګري مې وویل راشه دلته کار وکړه هغه په خپله په څرخي پله کط هټۍ لري نو له هغه ځایه راغلم او دا کار مې پيل کړ.»

دی وايي، د ورځې نږدې درې سوه افغانۍ له خپل کاره ترلاسه کوي او همدا پیسې یې بیا د لس کسیزې کورنۍ د نفقې په برابرولو کې مرسته کوي.

د وارث پلار ثناګل څرګنده کړه:«یو دوه وراې عبدالوارث موټر وواهه، زه اوس هم اندېښمن وم چې هغه بیا حادثه ونه کړي هلته غټ موټر هم تېرېږي.»

د شمېرو له مخې، په هېواد کې له دوه مېلیون او ۲۰۰ زره زیات ماشومان درانه کارونه کوي.

له ماشومانو ملاتړي بنسټونه پر ماشومانو د درنو کارونو علت، د هغوی بې‌وزلي او کورنۍ ستونزې بولي. 

شریک یي کړئ