ځینو بریدګرو نن له درې بجې له غرمې وروسته، د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې پر یوې دولتي ودانۍ برید وکړ.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي چې دا برید د ټولګټو وزارت تهڅېرمه د یوه موټر بم له چاودنې سره پيل او وروسته بیا د نښتې په لړ کې بله چاودنه هم شوې ده.
د ښاغلي دانش په وینا، له چاودنې وروسته بریدګر د «د معلولو او د شهیدانو د ورثې د ملاتړ ملي ادارې» ودانۍ ته ننوتل.
له درې بجو وروسته د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي طلوع نیوز ته وویل چې دوه بریدګر ووژل شول.
د هغه په وینا، د نوموړې ادارې ۲۰۰ کارکوونکي ژغورل شوي، خو ځينې نور دغه کارکوونکي لاهم ګیرپاتې دي.
نصرت وايي ځینې بریدګر چې شمېر یې مالوم نه دی، لا هم له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي.
په ورته وخت کې، د پېښې ځینې شاهدان وايي چې په سیمه کې یې د اوو تنو مړي لیدلي دي، په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت یوازې د دوو تنو ټپي کېدل تایید کړي دي.
د پېښې یو شاهد اکمل خان وايي:«بریدګرو پر خلکو ډزې وکړې او هغوی یې ووژل او له هغې وروسته د وزارت په لور ولاړل.»
ذکرالله چې په دغې پېښه کې ټپي شوی څرګندوي:«موږ لیمو پلورل چې چاودنه وشوه؛ موټر وسوځېد او موږ ټپيان شوو.»