Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټول شموله مرکچي پلاوي د جوړېدو لپاره د حکومت د سلامشورو پيل

قطر کې د طالبانو او امریکايي پلاوي د خبرو اترو د پنځم پړاو له پیل سره هم‎مهاله، افغان حکومت هم د ټول شموله مرکچي پلاوي له رامنځته کېدو خبرې کوي.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي چې حکومت له سیاستوالو او د ټولنې له نورو برخو غوښتي چې د مرکچي پلاوي د غړیتوب لپاره د خپلو استازو نوملړونه حکومت ته وسپاري.
ښاغلي چخانسوري په دې اړه زیاته کړه:«له افغان سیاستوالو او بېلابېلو طبقو سره مشوره شوې او له هغوی غوښتل شوي چې خپل نوملړ ورکړي څو افغان حکومت د هغه په رڼا او د سولې په اوسني پړاو کې چې یوو یو کټور مرکچي پلاوی رامنځته شي څو مذاکرات په مخ یوسي.»
په دې ډله کې د مسکو غونډې ګډون کوونکي، وايي چې ولسمشر غني له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په لیدنه کې منلې چې حکومت دې له طالبانو سره د مرکچي پلاوی یوه برخه وي.
د اجراییه رییس دویم مرستیال محمد محقق په دې اړه وویل:«یوه منځنۍ لار داسې پیدا شوې چې هماغه ستر ملي چت چې د کرزي په مشرۍ جوړېږي حکومت دې هم د هغه په چوکاټ کې خپل پلاوی واستوي.»
اخوا، سرچینې وايي چې د نوي رامنځته شوې هوکړې پر بنسټ، نوی مرکچي پلاوی له ۵۰ سنلې ډېر او یا هم کم له حکومتي استازو او یوه بله برخه یې سیاستوال او د سیاسي ګوندونو مشران جوړوي.
دا سرچینې وايي چې د حکومت استازي به د پرېکړې واک ونه لري، له دې امله له حکومته به حکم واخلي.
د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې غړی مبارز راشیدي په دې اړه څرګنده کړه:«په دې بڼه به افغان حکومت نه وي، د دې لپاره چې خپله ستونزه لري او ستونزه یې په دې مانا نه ده چې طالبانو اعلان کړی چې له افغان حکومت سره به خبرې ونه کړي او دا یې هم اعلان کړي چې له هغه پلاوي چې افغانستان شموله وي خبرې وکړي.»
په همدې حال کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې اترې له دوه ورځني ځنډ وروسته، د شنبې په ورځ بېرته له سره پیلېږي او تمه کېږي چې په دغو خبرو اترو کې رامنځته شوې هوکړې د یوې ګډې اعلامیې سره اعلان شوي.
له دې ټولو سره په دې وروستیو کې حضرت عمر زاخېلوال او حکمت خلیل کرزی دوحې ته تللي دي. په قطر کې خبریالان وايي چې هغوی هره ورځ له زلمي خلیلزاد سره سلامشورې کوي. 

ټاکل شوې ده چې د مسکو غونډې د ګډونوالو او طالبانو ترمنځ راتلوونکې ناسته د مارچ میاشتې په پای کې دوحه کې ترسره شي.

شریک یي کړئ