Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له کابل او تهران وروسته بیجنګ ته ورسېد

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له کابل او تهران وروسته بېجنګ ته ورسېد، ښاغلی قریشي په دغه سفر کې د افغانستان په وضعیت کې د نوي بدلون په اړه د پاکستان او چین ترمنځ هوکړه شوې ده. 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې اړه وویل:«د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره مو ښه ناسته لرله، په دغه کتنه کې مو د افغانستان د وضعیت او په ابوظبي کې د وروستیو خبرو او نورو دوه اړخیزو مسلو په اړه خبرې اترې وکړې.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت د شاه محمود قریشي او وانګ یي ترمنځ د هوکړې جزییات نه بربنډوي خو ټینګار کوي چې دواړو لوریو د افغانستان د وضعیت د نویو بدلونونو په هکله یو لړ هوکړې کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هووا چونینګ څرګنده کړه:« دواړو لوریو د افغانستان د وضعیت د نویو بدلونونو په اړه ژور بحث درلود او جامع هوکړې ته ورسېدل، چین او پاکستان باور لري چې له پوځي لارو د افغانستان ستونزه نه‎شي هوارېدای او سیاسي پخلاینه یوازینۍ لار ده.»

له بلخوا د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د پاکستان هڅې صادقانه بولي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په دې اړه وویل:«پاکستان د هر بل هېواد په پرتله له جګړې ډېر زیان لیدلی، له دغې جګړې چې یوه ګاونډي هېواد ته ډېر زیان رسېدلی هغه پاکستان دی او زه دم‎ګړۍ د پاکستان په سیاستونو کې بدلون وینم او زه باور لرم چې دوی اوس غواړي چې جګړه پای ته ورسوي.»

په دې لړ کې د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکوي هغه کسان چې جګړې ته دوام ورکړي وبه ځپل شي.

 د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي:«موږ له هر هغه سوله‎ییز حرکت څخه چې د افغانانو په مالکیت وي ملاتړ کوو، خو هغه کسان چې دغه بهیر ته لبیک نه وايي او د جګړې په مورچلو کې د افغانستان له خلکو سره جنګېږي له ټول وس سره د هغوی په وړاندې جنګېږو او د هغوی د ځپلو لپاره چمتو یوو.»

چین د پاکستان یو نږدې متحد هېواد دی او له اسلام اباد سره ډېرې اقتصادي اړیکې لري، کارپوهان وايي پر اسلام اباد د بېجنګ نفوذ د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره ډېر مهم دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر به له طالبانو سره د سولې په هکله د خبرو لپاره مسکو ته هم ولاړ شي.

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د افغانستان د اوضاع بدلون لپاره هوکړه شوې، خو د چین د بهرنیو چارو وزارت د شاه محمود قریشي او وانګ یي ترمنځ د هوکړې جزییات نه بربنډوي.

شریک یي کړئ