Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان د خپلواکۍ په ورځ کابل کې اعتراضي غونډه

د مدني ټولنې ځینې فعالان، د جګړې د قربانیانو کورنۍ او د کابل اوسېدونکي په یوې اعتراضي غونډه کې سره راټول شوي او د اګسټ ۱۴مه چې د پاکستان د خپلواکۍ له ورځې سره سمون لري، د ترهګرۍ د زېږندې ورځ وبلله.

دغو معترضانو د نندارې په اجرا سره پاکستان یې په افغانستان کې د ترهګرۍ په روزنې تورن کړ او د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

یو له معترضانو ذبیح الله عزیزي په دې اړه وویل:«یوازینی هېواد چې نن په مستقیمه توګه لاسوهنې او په مستقیمه توګه د افغانستان په خاورې او جغرافیا کې لاس اچونه لري، پاکستان دی.»

فولاد همدرد مدني فعال :«پاکستان د ترهګرۍ لپاره کور دی؛ په ځانګړې توګه زموږ په هېواد کې او په دغو څلورو لسیزو کې هر بدبختي چې افغانستان ته راغلې د پاکستان له لورې ده.»
  
پاکستان د  ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۴مه خپله خپلواکي ترلاسه کړه او له برېټانوي هند څخه جلا شو.

په کابل کې د مدنې ټولنې غړي وايي چې پاکستان تل په افغانستان کې له ترهګرۍ ملاتړ کړی او د خپلې خپلواکۍ د ۷۳ کلونو په لړ کې هېڅکله یې د افغانستان خپلواکي په رسمیت نه ده پېژندلې. 
 
د مدني ټولنې فعال احسان الله هوتک وویل:«د اګسټ څلورلسمه د خپلواکۍ نه، بلکې په نړۍ او افغانستان کې د ترهګرۍ د روزنې او خپلواکۍ ورځ ده.»

دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې څه موده وړاندې د پاکستان د توغندو د راتوغولو له امله د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې نهه تنه ملکي کسان ووژل شول او ۵۰ تنه نور ټپیان شول.

پاکستان تل په افغانستان کې په ترهګریزو چارو کې خپل لاس لرل رد کړي دي؛ خو دا هېواد د هند او امریکا متحده ایالتونو له لوري هم د ترهګرو ملاتړی بلل کیږي.

شریک یي کړئ