د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي، نن ګهیځ (جمعه د وري په ۱۷ مه) په یوه رسمي سفر کې کابل ته راغلی.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی عباسي له لسمشر غني او د ملي یووالي حکومت له نورو چارواکو سره وګوري.
په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوه سرچینه وايي چې له ښاغلي عباسي سره به د ولسمشر خبرې اترې د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځيانو د توغندويي بریدونو د بیا پيل، په پاکستان کې د طالبانو پر حضور، او د افغانستان په جګړه کې د دغه هېواد د لاس لرلو په اړه وي.
د پاکستان لومړی وزیر په داسې حال کې کابل ته راځي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي.
په وروستیو ورځو کې یو ځل بیا پاکستاني پوځيانو، د افغانستان ځينې ختیځې برخې په توغندويي بریدونو سره په نښه کړي دي.
له دې وړاندې هم د ملي یووالي حکومت اجراييه ریاست ویلي وو چې ټاکل شوې ده کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر له راتګ سره جوخت، د دواړو هېوادونو ترمنځ «دولت له دولت»خبرې اترې هم پیل شي.
د اجرايي ریاست د ویاند په وینا،له ترهګرۍ سره مبارزه، د سولې خبرو اترو ته د طالبانو راوستل او په افغانستان کې د ټیکاو لپاره د کابل او اسلام اباد ګډې هڅې به د دغو خبرو اترو اصلي موضوعګانې وي.
دولت له دولت سره خبرې اترې د افغان حکومت طرحه ده چې ولسمشر غني د «کابل بهیر» په دویمه غونډه کې په افغانستان کې د جګړې د پای او د سولې د ټينګښت لپاره پاکستان ته وړاندې کړه.
د دغې طرحې له وړاندې کولو وروسته، تراوسه افغانستان ته د پاکستان دوه لوړي پلاوي کابل ته راغلي دي.
موده وړاندې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وه.
ولسمشرۍ ماڼۍ هغه مهال اعلان وکړ چې ولسمشر غني د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سره په لیدنه کې، د دغه هېواد له لومړي وزیر څخه وغوښتل چې کابل ته راشي.