Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان ملي امنیت سلاکار کابل ته راغی

د پاکستان ملي امنیت سلاکار، ناصرخان جانجوه نن(شنبې د کب۲۶مه) له ولسمشر غني سره د خبرو اترو په موخه کابل ته راغلی.

یوه حکومتي سرچینه وايي چې ښاغلی جانجوه به له ولسمشر غني سره د سولې بهیر او همداراز دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې اترې ولري.

سرچینه وايي چې پاکستاني پلاوی به د حکومت اجرائيه رئيس، عبدالله عبدالله او د افغانستان ملي امنیت سلاکار، حنیف اتمر سره هم خبرې اترې وکړي.

په همدې حال کې د پاکستان جیو ټلویزیون هم خبر ورکړی دی چې د ګاونډي هېواد استازي به د پاکستان سره همکاریو تګلاره او د اړیکو ښه‎والي لپاره زمینه برابره کړي.

د پاکستان ملي امنیت سلاکار کابل ته راغی

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر تائیدوي چې یو پاکستاني پلاوی د ناصرخان جانجوه په مشرۍ کابل ته راغلی دی

شریک یي کړئ