پروان ولایت کې د سېلابونو راوتو په دریمه ورځ لا هم دغه ولایت کې د ورانیو د لاندې شویو کسانو د راویستو کار روان دی.
د پروان ولایت اوسېدونکې وايي چې د کار پڅوالي له کبله لا هم ځيني مړي چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي، لا هم تر خټو او کاڼو لاندې پاتې دي او د مرستو بهیر په سمه توګه نه دی پرمختللی.
دوی د مړو ویستو د بهیر چټکوالی غواړي.
په سیمه کې د طلوع نیوز خبریال وايي چې لا هم ځینو کورنیو د خپلو نېږدې کسانو مړي نه دي موندلي.
په همدې حال کې د طبیعي پېښو رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې هېواد کې د سېلابونو د قربیانو شمېر ۱۵۵ تنو ته رسېدلی دی.
یاد وزارت وايي چې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې تر اوسه د سېلابونو له کبله ۲۵۵ تنه ټپيان شوي دي او د ژغورنې کار لا هم دوام لري.
د هوا پېژندنې ادارې تېره ورځ راتلونکو ۲۴ ساعتو کې په ننګرهار، کابل او بدخشان کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتو خبر ورکوي.
د هوا پېژندنې اداره وایي، د سه شنبې پر ورځ یې د هغو سیمو خلکو ته خبرداری ورکړی و چې د بارانونو او سېلابونو احتمال په کې و.
خو د سېلاب ځپلو سیمو خلک وایي، د سېلابونو د راتلو په اړه هېچا خبر نه و ورکړی.