د کابل د شپږمې حوزې د اړوند قلعه مسلم سیمې ځینې اوسېدونکي وايي چې د دغې سیمې نهه تنه ځوانان په مرموزه توګه د ناقانونه وسله والو له خوا وژل شوي دي.
د دغو قربانیانو خپلوان په داسې حال کې چې پولیس د امنیت په ټینګښت کې په بې وسۍ تورن وي، وايي چې له خلکو سره د ناقانونه وسلو شتون او همدارنګه د پر مجرمانو د قانون نه عملي کېدل د داشان مرګونو پېښو د رامنځته کېدو علت ګڼي.
د شنبې شپې پر شاوخوا اتو بجو، ناپېژانده وسله والو د دغې سیمې ۹ ځوانان په ډزو سره ووژل او یو بل یې ټپي کړی دی.
د دغې سیمې یو سپین ږیری اوسېدونکی عطاالله چې د پېښې ځای ته یې نږدې کور دی وايي ټول وژل شوي کسان د همدې سیمې اوسېدونکي وو.
هغه زیاته کړه:«ځينې وختونه موږ لیدل چې دلته راتلل - موږ په خپله اصلاً له کوره نه راوځو (د ناامنۍ) له امله»
د کابل پولیس وايي چې د څلورو کسانو جسدونه د قلعه مسلم سیمې د یوه کنډواله کور په یوې خونه کې ترلاسه شوي او ۵ نور کسان یې بیا د نوموړي کور په یوې سمڅه کې و، او ویل کېږي چې لا تر اوسه د دغو وژنو په تور څوک نه دي نیول شوي.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز په دې اړه وايي:«په دې اړه د کابل د پولیسو څېړنې پيل شوې دي او تراوسه د دغې وژنې انګېزه معلومه نه ده.»
خو د دغې پېښې د قربانیانو د کورنۍ ځینې غړي وايي دغې سیمې ته ډېری چرسیان راتلل.
د قربانیانو خپلوان فریدون وايي:«د شپې تر اته نیمو، دلته به وو، او «سیګرټی» به یې واهه او وروسته به تلل.»
یو له وژل شویو کسانو نثار احمد چې په اجمل مشهور و دی، د هغه خپلوان وايي هغه د چارو ادارې کارکوونکی و. او د هغه جسد له عدلي طبه د هغه کور ته راوړل شوی دی. او له هغه ۴ ماشومان پاتې دي.
د نثار احمد د تره زوی پوپل په دې اړه وايي:«امنیتي بنسټونه دنده لري چې د هېوادوالو امنیت ټینګ کړي.»
بلخوا کابل کې ۳۱ کلن یعقوب چې صرافي یې کوله، هم د یکشنبې پر سهار کله یې چې غوښتل د کار ځای ته ولاړ شي، خپل کور ته نږدې د غلو له برید سره مخامخ کېږي او په ډزو سره وژل کېږي.