Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پلټنې اداره له جوړېدو دوه کاله وروسته لاهم قانوني چوکاټ نه لري

د افغانستان د څارنې یا پلټنې ادارې رییسه وايي چې دغه بنسټ تراوسه قانوني چوکاټ نه لري او له همدې امله نه ده توانېدلې خپل کار چې د مفسدو په ځانګړې توګه د لوړپوړو دولتي چارواکو په وړاندې د فساد ادعاګانو ته رسېدنه وکړي.

ولسمشر غني دوه کاله مخکې په یوه فرمان کې دا اداره جوړه کړه. د ولسمشر په فرمان کې راغلي دي چې د دغې ادارې د قانوني چوکاټ طرحه دې په درې میاشتو کې چمتو شي.

غزال حارث یو کال مخکې د افغانستان د څارنې ادارې د رییسې په توګه کار پیل کړ.

خو اوس مهال د یو کال په تېرېدو سره د دې ادارې رییسه وایي چې تر اوسه د پلټنې اداره قانوني چوکاټ نه لري او د فساد په تړاو یې پر لویو تورونو د غور او په دولتي دفترونو کې د جنسي ګټې اخیستنې د ادعاوو په برخه کې کوم کار نه دی کړی.
 
د پلټنې ادارې رییسه غزال حارس په دې اړه وايي:«هر کله چې قانوني طي مراحل وشي، د پلټنې اداره کولای شي د لوړپوړو دولتي چارواکو په اړه د عملاً شکایتونه ترلاسه کړي.»

ولسمشر یو کال وړاندې د دې ادارې د رییسې په توګه د غزال حارس د معرفۍ په مراسمو کې ویلي وو چې د پلټنې اداره پر حکومتي چارواکو او ان ولسمشر ټولې ادعاوې څېړلای شي او دا اداره د همدې لپاره جوړه شوې ده.

د سیاسي چارو کارپوه رحمت الله بیژن پور وویل:«په حقیقت کې دغه پلټنه د ولسمشر په حکم کې ده. ولسمشر چې په هره برخه کې ښکېل کړه او هر چېرته یې چې واستوله طبیعتاً هغه کار کوي. د هغه د قانوني دندو چارچوکاټ تعرف شوی نه دی.»

دا اداره په داسې وضعیت کې جوړه شوه چې په حکومت کې د پراخ فساد په تړاو نیوکې زیاتې شوې دي او ان په ارګ ماڼۍ کې له ښځونه په جنسي ګټې اخیستنې تورنه وپېژندل شوه.

د پوهنتون استاد آرش شهیر پور وايي:«کمېسیونونه د دوه موخو لپاره جوړ شوي. د یو د عمومي افکارو کنټرول او مدیریت او دویم د سیاسي شخصیتونو تطمیع او شخصي موخو ته رسېدنه.»

د روڼتیا څار بنسټ غړی ناصر تمېوري هم څرګندوي:«تر هغې چې له اداري فساد سره د مبارزې خپلواک بنسټ جوړ او د عدلي او قضايي بنسټونو ملاتړ او له فساد او سیاسي لاسوهنې خالي نه شي، له فساد سره د حکومت د مبارزې کار به پایله ونه لري.»

له کورونا وېروس سره د مبارزې د څرنګوالي مدیریت او په دې بهیر کې فساد د دې ادارې لومړنۍ ماموریت دی؛ خو دا ماموریت هم له ستونزوسره مخ شوی دی؛ د دې ادارې رییسه وایي چې د عامې روغتیا وزارت سم معلومات نه ورکوي او تر لاسه شوي معلومات نېمګړي دي.

شریک یي کړئ