Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پور له امله په ننګرهار کې د خښتو د بټیو د خاوندانو په بند کې لسګونه کورنۍ

د ننګرهار ولایت په سرخ رود ولسوالۍ کې لسګونه کورنۍ د خښتو د بټیو د خاوندانو په ګرو کې دي. د دغو کورنیو د ښځو او نارینه‎وو ترڅنګ زرګونه تنه ماشومان هم د خښتو په دغو بټیو کې په سختو کارونو بوخت دي.

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست د دغه خبر په منلو سره وايي چې د خښتو په بټیو کې‎یې د ماشومانو د سختو کارونو څخه د مخنیوي لپاره ځینې خپرونې جوړې کړي دي.

دغه کورنۍ چې د بټیو له خاوندانو څخه ناڅېزې پیسې پوروړي دي او د هغو پیسو د ورکولو توان نه‎لري د خښتو د بټیو د مالکانو په ګرو کې دي.

د دغو کورنیو نارینه، ښځې، نجونې او ماشومان په تودې هوا کې په بټیو کې په سختو کارونو بوخت دي ترڅو د خپلو پورونو په بدل کې د دغو بټیو لپاره کار وکړي.

د دغو کورنیو ماشومان چې له زده‎کړې څخه لیرې پاتې دي له حکومت څخه غواړي ترڅو له هغوی سره مرسته وکړي ترڅو له دغو شرایطو څخه خلاص شي.

لیلا یوه له هغو ماشومانو څخه ده چې په خښتو وهلو بوخته ده؛ هغه وايي: " موږ بې وزله او پوروړي یو له همدې کبله کار کوو سهار ملا آذان کار ته ځو او ماښام کور ته راګرځو. موږ باید زده‎کړې وکړو چې پولیس یا ډاکتر شو ترڅو وطن ته خدمت وکړو".

یوې بلې نجلۍ خدیجې زیاته کړه: " موږ له سهاره راځو او مزدوري کوو ترڅو زموږ پورونه خلاص شي".

د یوې کورنۍ پلار احمدالله وايي: " زه ۱۰۰ زره افغانۍ پوروړی یم او زموږ ماشومان او ښځې هم لاس په لاس ورکوي کار کوي او پور خلاصوو".

د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا ځینې غړي او د سرخ رود ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د بټیو د خاوندانو په ګرو کې د یو شمېر کورنیو د اوسېدنې په منلو سره په دې اړه د حکومت د جدي پاملرنې غوښتونکي دي.

د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا غړی عبیدالله شینواری وايي: " ډېری کورنۍ برمته دي؛ موږ له دولت څخه غواړو چې دغه کورنۍ له برمتې څخه وژغوري".

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي د دغې ستونزې د حل لپاره‎یې مرکز ته یوه طرحه استولې ده.

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست آمر فضل‎الهادي هادي فضل زي زیاته کړه: " موږ سږکال د بدیل معیشت خپرونې لرو او دا پياوړې کوو ترڅو له بې وزلو کورنیو سره مرسته وشي".

په ورته وخت کې په ختیځې حوزې کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یادې حوزې کې د ډېریو ماشومانو د سختو کارونو څخه اندېښمن دی.

په ختیځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر مسؤل عبدالحکیم ناصري وايي: " ماشومان د تفریح او زده‎کړې حق لري او د افغانستان حکومت باید د ماشومانو لپاره غوره زمینه برابره کړي ترڅو هغوی له خپلو حقونو څخه ګټه واخلي".

د سرخ رود سربېره په جلال آباد ښار کې هم ګڼ شمېر ماشومان له ورته برخلیک سره مخ دي، د دغه ولایت اوسېدونکي په دې اړه د دولت د جدي پاملرنې غوښتونکي دي.

د ننګرهار ولایت په سرخ رود ولسوالۍ کې لسګونه کورنۍ د خښتو د بټیو د خاوندانو په ګرو کې دي. د دغو کو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه