Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پولیسو او اعتراض کوونکو ترمنځ د نښتې په پایله کې ۲ تنه وژل شوي

د شېر پور له څلور لارې څخه د اعتراض کوونکو د وروستۍ خېمې د لیرې کولو لپاره د پولیسو د اقدام په ترڅ کې دوه تنه ووژل شول او ۲۰ تنه نور ټيپان شول.

اعتراض کوونکو او امنیتي ځواکونه هغه مهال سره ونښتل چې تېره شپه ناوخته دولتي ځواکونو د اعتراض کوونکو د خېمې د لیرې کولو لپاره اقدام وکړ.

د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

اعتراض کوونکي وايي چې امنیتي ځواکونو پر هغوی ډزې وکړې،او په دغه نښته کې دوه تنه اعتراض کوونکي ووژل شول او ۲۰ تنه نور ټپیان شول او ۱۱ تنه نوریې له ځان سره بوتل.

خو هغو همدارنګه ادعا کوي چې د پولیسو یوه زغرګاډي یو ۱۴ کلن هلک تر موټر لاندې کړ او دغه ماشوم هم ووژل شو.

اعتراض کوونکی کلیم الله هم‎سخن په دې اړه وویل:«د هر یوه کس له توان سره یې یو اموې ټانګ راوستی وه. له هېڅ ډول وهل ټکولو او فشار څخه یې سمپا نه کوله.»

د پنجشیر د سفیدشېر کلي اوسېدونکی ۲۳ کلن اعجازالحق د دغې پېښې یو قرباني دی، هغه د حقوقو په څانګه کې زده کړې وې او سوداګري یې کوله.

ځینې سرچینې وایي اعجازالحق له اجراييه رییس عبدالله عبدالله سره نېږدې اړیکې لرلې او په ټاکنیزو مبارزو کې د نوموړي یو ملاتړی بلل کېده.

اجراییه ریس د دغې پېښې په اړه د واقعیتونو د روښانه کولو غوښتنه کړې ده.

عبدالله عبدالله څرګنده کړه:«که‎چېرې چېرته تېروتنه شوې،باید اعلان شي، که‎چېرې بې پروايي شوې باید اعلان شي، او که‎چېرې قصدي وي باید له هغه سره قانوني چلند وشي.»

له دې سره سره له پېښې وروسته اعتراض کوونکو په یوه ناسته کې د خپلو اعتراضونو پر دوام ټینګار وکړ.

د اعتراض کوونکو د مشرتابه غړي عمر احمد پرواني هم وویل:«د بدلون پاڅون د ناقانونه او غیر وسلواکه او نامشروع ملي یووالي حکومت دغه کړنه چې د ځان د عدالت غوښتنې په اړه یو جنایت او بشري ضد ناقانونه، او غیر انساني عمل بولي او د خپل عدالت غوښتونکي حرکت ته به داوم ورکړي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند نن له غرمې وروستۍ په یوې خبري ناسته کې وویل چې د پولیسو ځواکونو ۹ تنه اعتراض کوونکي یې نیولي چې د هغوی یو تن په وسله سمبال وه.

هغه وویل:«د کابل د ګارنېزیون د قومندانۍ او د ملي امنیت شورا او د ملي ادارې د سوق د ۱۶۳ګډې پرېکړې پر بنسټ، تصمیم پر دې شو چې دغه له دې ځایه لیرې کړل شي.»

اوس په شیرپور څلور لاره کې د اعتراض کوونکو خیمه نه لیدل کېږي.

د سیمې شاوخوا د امنیتي ځواکونو ترڅارنې لاندې ده او لازیات پوځي موټر سیمې ته رسېدلي، ډېری هغه واټونه چې شیرپور څلور لارې ته غځېدلي تړلي او د حکومت کانټینري دېوالونه هم پرخپل ځای دي.

شریک یي کړئ