ولسمشر غني د کورنیو چارو سرپرست وزیر، مسعود اندرابي سره په لیدنه کې د پولیسو په لیکو کې د کرونا ویروس پر مخنیوي ټینګار کړی.
د ارګ خبرپاڼې له مخې:«ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت سرپرست ته د ملي پولیسو په لیکو کې د دغه ویروس خپرېدو د مخنیوي په خاطر د لازمو تدابېرو لارښوونه وکړه.»
دغه کتنه کې په دغه کتنه کې د کورنیو چارو وزارت پر اصلاحي پروګرامونو په ځانګړي ډول جرایمو سره پر مبارزې، کابل ښار کې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو راوستو باندې هم خبرې شوې دې.
همداراز د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې بلې خبرپاڼې له مخې هېواد کې د کرونا ویروس د ۲۲مثبتو پېښو له ثبت سره د خوراکي بیو لوړوالي په تړاو ولسمشر غني ویلي چې افغانستان به د لومړنیو توکو له هیڅ راز کمښت سره مخ نه شي.
ولسمشر غني تېره ورځ(سې شنې د کب په ۲۷مه نېټه) ارګ کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله د اقتصادي منفي پایلو مخنیوي د تدابیرو په اړه غونډه کې پر دې موضوع خبرې کړې دي.
ولسمشر غني ویلي:« په مارکیټ کې مو د ثبات د ایجاد په خاطر، زیانمنېدونکي قشر ته له ستراتېژیکو زېرمو څخه د ۲۴ زره ټنو غنمو د وېش امر صادر کړی دی، همدا راز د غوړیو ۱۰۰۰ واګون به د پړاونو له بشپړلو پرته مارکیټ ته وارد شي.»
ښاغلي غني زیاته کړې، له تاجکستان او ترکمنستان څخه افغانستان ته په عادي ډول واردات بهیر دوام لري.
ولسمشر غني همداراز د یوې ناستې په ترڅ کې د کرونا ویروس احتمالي خپرېدو د مخنیوي او مهارولو په موخه د ځانګړي عملیاتي پلان پر جوړولو ټینګار کړی.
ښاغلي غني د هرات ولایت لپاره چې له ایرانه د افغان کډوالو راتګ سره د کرونا ویروس د زیات زیان سره مخامخ دی، د جدي پام غوښتنه کړې او د کرونا ویروس د احتمالي خپرېدو د مخنیوي، مهارولو ۴۰۰ میلیون افغانۍ ځانګړې کړې دي.