Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پوهنتون استاد که د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول؟

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د دغه ریاست ځانګړو ځواکونو د پوهنتون یو استاد چې کابل کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول و نیول دی.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د داعش ډلې دغه غړی، ابو عبیدالله متوکل نومېږي او د شیخ محمدي ها جومات خطیب هم و. د ملي امنیت د ریاست په وینا، ابوعبیدالله د کابل ښار د پنځمې ناحیې له اړوندو سیمو نیول شوی دی.

د ملي امنیت ریاست وايي چې دغه کس په سلګونه تحصیل کړي ځوانان یې داعش ډلې ته جذب کړي دي او هغوی یې ننګرهار ولایت ته استولي دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې د ابو عبیدالله ۱۶ زده کوونکي هم کابل ښار کې د ترهګریزو فعالیتونو په جرم نیول شوي دي.

د ملي امنیت ریاست زیاتوي چې احمدالله، هم سږکال د غوايي په میاشت کې له داعش ډلې سره یوځای شوی او اوس د ننګرهار په کتبیه اشپال کې په ترهګریزو او ویجاړونکو فعالیتونو بوخت دی.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، متوکل اعتراف کړی چې اسدالله د هغه وراره چې هغه هم د داعش ډلې غړیتوب درلود دوه میاشتې مخکې په کابل کې په ځانمرګي برید لاس پورې کړ.

شریک یي کړئ