Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پکتیا د جاني‎خېلو ولسوالۍ یو ځل بیا د طالبانو لاسته ولوېده

یوې سرچینې د چهارشنبې ناوخته طلوع نیوز ته وویل چې د پکتیا ولایت د جاني‎خېلو ولسوالۍ مرکز له شدیدې جګړې وروسته یو ځل بیا وپرځېده.

دغه سرچینه زیاتوي چې طالبانو تېره‎ شپه(چهارشنبې په شپه د زمري په ۱۹مه) د دغې ولسوالۍ پر مرکز یې خپل بریدونو ته زور ورکړ او بالاخره د دغې ولسوالۍ مرکز یې ونیو.

هغې زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو د هوايي ملاتړ غوښتنه وکړه، خو هغوی ته هېڅ مرسته ونه رسېده، او دغه ځواکونه اړ شول چې د دغې ولسوالۍ له مرکز څخه شاته تګ وکړي.

جاني‎خېلو چې څو ځله پرځېدلې د وروستي ځل لپاره تېره اوونۍ د طالبانو لاس ته ولوېده، خو د جمعې په ورځ دولتي ځواکونو د هغه مرکز تر خپلې ولکې لاندې راوست، خو له پنځو ورځو وروسته بیا یې دغه ولسوالۍ له لاسه ورکړه.

له دې وړاندې ځايي چارواکو د دغې ولسوالۍ د پرځېدو لامل د کافي ځواکونو نشتوالی بللی وه او د کورنیو چارو له وزارت څخه یې غوښتنه کړې وه چې په دغې ولسوالۍ کې د پولیسو ځواکونو کموالي ته رسېدنه وکړي.

سرچینې ویلي چې تراوسه سیمې ته هېڅ مرستندویه ځواکونه نه دي رسېدلي.

جاني‎خېل د لویې پکتیا زړه بلل کېږي او د دغه ولایت له ستراتېژیکو ولسوالیو څخه ده، دا د ګردیز په۱۵۰ کیلومټرو واټن کې موقعیت لري چې له ګرمې اجنسۍ او پاړه چنار سره ګډه پوله لري،دغه ولسوالۍ د خوست له موسي خېلو او صبري ولسوالیو سره هم ګډه پوله لري.

جاني‎خېل له اقتصادي پلوه هم یوه مهمه ولسوالۍ ده چې په هغې کې د کرومایټو څو کانونه شتون لري.

شریک یي کړئ