Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پکتیا د جاني خېلو ولسوالۍ د طالبانو له خوا وپرځېده

په فاریاب ولایت کې د کوهستان او په غور ولایت کې د تیورې ولسوالۍ له پرځېدو وروسته دا درېیمه ولسوالۍ ده چې په وروستیو څلورو ورځو کې د طالبانو له لورې پرځول کېږي.

د پکتیا د امنیه قومندانۍ د امنیت امر نثار احمد عبدالرحیم زی وايي:«تراوسه هم جګړه روانه ده او مرستندویه ځواکونه هم استول شوي دي.»

جاني خېل چې د لویې پکتیا زړه بلل کېږي د پکتیا ستراتېژیکه ولسوالي ده، جاني خېل د ګردیز په ۱۵۰ کیلومترۍ کې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته له کورمې ایجنسۍ او پاړه چنار سره په پوله پرته ولسوالي ده، دغه ولسوالي د خوست له موسی خېلو او صبریو ولسوالېو سره هم پوله لري.

جاني خېل له اقتصادي پلوه هم یوه مهمه ولسوالي ده چې د کورمایتو څو کانونه لري.

کوهستان د میمنې په ۱۲۹ کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې ۱۳۵ کلي او څه د پاسه سل زره اوسېدونکي لري.

کوهستان له غور، بادغیس او سرپل ولایتونو سره پوله لري، دا ولسوالي د فاریاب له قیصار، المار، پښتون کوټ او ګرزیوان ولسوالیو سره هم لاره لري.

د ولسي جرګې غړې اصفه شاداب وايي:«یوه سیمه ده چې څو ولایتونو ته لاره لري او کولای شي له څو ولایتونو اکمالات وکړي د دولت مخالف وسله‎وال د فاریاب سربېره کولای شي څو نور ولایتونو م ناامنه کړي.»

د فیروز کوه په ۲۴۰ کیلومترۍ کې تیوره ولسوالي د لویدیځ له پلوه د فراه له پرچمن او ګلستان، په سویل کې د هلمند له باغران او په ختیځ او شمال ختیځ کې د غور له پساوند، تولک، ساغر سره پوله لري چې سلما بند ته رسېږي.

دغه ولسوالي د جهاد پرمهال داسې سیمه وه چې دښمن یې هېڅکله په نیولو بریالي نه‎شو.

د پولیسو د ۶۰۶ انصار حوزې قومندان جمعه خان عدیل وویل:«هېڅ پردي ته اجازه نه ورکوو چې د خلکو هیلو ته زیان ورسوي.»

له بلخوا ملي دفاع وزارت وايي طالبان به هیڅکله خپلو موخو ته ونه رسیږي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل:«د پاکستان پر حکومت د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا له خوا فشار راغلی پاکستان ټول مخالف‎ وسله‎وال هڅولي چې افغانستان ته راشي او خپل بریدونه ترسره کړي.»

په تېرو درېیو اوونیو کې په افغانستان کې جګړې زور اخیستی دی، په اوسني وخت کې د هېواد له لسو زیاتو ولایتونو کې سخته جګړه روانه ده. 

شریک یي کړئ