Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پکتیا ولایت د جاني‎خېلو ولسوالۍ له طالبانو څخه بېرته ونیول شوه

په پکتیا کې امنیتي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو،د دغه ولایت د جاني‎خېلو ولسوالۍ نن ګهیځ (جمعه د زمري ۱۳ مه) له طالبانو څخه بېرته ونیوله.

په پکتیا کې د تندر قول اردو قومندان وايي چې جاني خېلو ته د کمانډو ځواکونو په رسېدو سره طالبان یې له دغې ولسوالۍ په شا وتمبول.

هغه زیاته کړه چې تېره ورځ د جاني خېلو ولسوالۍ د نیولو لپاره د هوا او ځمکې له لارې عملیات پیل شوي وو.

د پکتیا جاني‎خېلو ولسوالۍ، تېره اوونۍ د طالبانو د یوه برید په ترڅ کې د دوی لاسته ولوېده.له دې سره په ورته وخت کې، دغه ولسوالۍ، په غور کې د«تیورې» په فاریاب کې «کوهستان» ولسوالۍ هم د طالبانو له خوا پرځول شوې وې. خو له دې وړاندې امنیتي ځواکونو دغه دوه ولسوالۍ یې له طالبانو څخه بېرته ونیولې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر پاڼه کې، د جاني‎خېلو ولسوالۍ بېرته نیول رد کړي دي.

شریک یي کړئ