Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پیسو د قاچاق په تور دوه سوداګر په بند محکوم شول

د اداري فساد له درنو جرمونو سره د عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمې نن چهارشنبې (د لړم په ۱۰ مه) د پیسو د قاچاق په تور دوه تنه سوداګر په یوه کال بند محکوم کړل.

د دوسیې څارنوالي وايي د عزیزالرحمان او نذیر احمد په نومونو دوو سوداګرو غوښتل ۲۶۵ مېلیون ډالر له هېواده بهر ته ولېږدوي او همداراز له هغې وروسته چې د پيسو د لېږد مخه ونیول شوه له درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست کارکونکو ته یې د ۸۰ زره  بډو ورکولو وړاندیز وکړ.

د محکمې قاضي د شاهدانو د خبرو له اورېدو وروسته دغه دوه سوداګر په څه د پاسه یو کال بند محکوم کړل.

د ابتدایه محکمې رییس شیراغا منیب څرګنده کړه:«ته عزیز الرحمن د ګل الرحمن زوی د ۸۰ زره ډالرو د بډو د ورکړې په پېښه کې د جزا قانون د ۲۶۰ مادې په سمون او د نوموړي قانون د ۳۶ مادې له رعایت او د جزا د څلورم قانون د دوو مادو له ضمیمې سره د یوه کال او شپږ میاشتو تنفیذي بند او د ښکنځلو په تور د جزا قانون د ۴۴۳ مادې او د جزايي اجراأت د ۲۳۷ مادې له رعایت سره د درې میاشتو په مودې په تنفیذي بند مو محکوم کړې. او ته نذیر احمد د ګل رحمن زوی د بډو د ورکړې په پېښه کې د جزا قانون د ۲۶۰ مادې په سمون او د جزا قانون د ۳۹ مادې د د درېیمې فقرې له رعایت او د جزا د څلورم قانون د دویمې مادې له ضمیمې سره د څار د ورځو له پیل د یوه کال او شپږو میاشتو مودې په بند محکوم کړې.»

له بلخوا د تورنو مدافع وکیل د محکمې پرېکړه عادلانه نه ګڼي او د استیناف غوښتنه کوي.

د تورنو مدافع وکیل ظاهر عبید په دې اړه وویل:«موږ قناعت نه‎لرو د محمکې حکوم عادلانه نه وه زما موکلین د بډو د ورکړې په پېښه کې هېڅ شامل نه وو او هېڅ وخت یې د دې هوډ نه درلود له دې سربېره د بډو د ورکړې هوډ یې نه‎درلود، د درنو جرمونو ریاست د کارکوونکو له خوا د بډو د غوښتلو رپوټ ملي امنیت ته رپوټ ورکړل شوی چې اسناد هم شته.»

دا په داسې حال کې دي چې څه موده مخکې د افغانستان بانک په هېواد کې د پیسو د سپينولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د کندهار د هوايي ډکر یو چارواکی هم د پيسو د لېږد په تور نیول شوی دی.

سوداګرو بیا د درنو جرمنو پر وړاندې د مبارزې ریاست کارکوونکو ته د ۸۰ زره ډالرو بډو وړاندیز وکړ، چې د همدې ادارې کارکوونکو له لورې ونیول شول.

شریک یي کړئ