Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د ځينو بایومېټریک شویو رایو او رای پاڼو پایلې سره توپیر لري'

هغه سندونه چې طلوع نیوز ته رسېدلي دي د دې ښودنه کوي چې په ځينو ولایتونو کې د بایومېټریک شویو رایو پایلې د رای پاڼو له پایلو سره توپير لري.

دغه سندونه چې د زابل، کندهار، دایکندي، هلمند او هرات ولایتونو دي لیدل کېږي چې د رایو شمېر د پاڼو په پایلو کې د هغو رایه ورکوونکو څو برابره دی چې په بایومېټریک دستګاوو کې ثبت شوي دي.

د بېلګې په توګه په یوه دغه سند کې لیدل کېږي چې هلمند ولایت کې د رایې ورکړې په یوه محل کې، ۹ رایه ورکوونکي په بایومېټریک دستګاه کې ثبت شوي، خو د دغه محل د پایلو په پاڼه کې، ۴۱۱ رایې ثبت شوې دي. 

د دغو سندونو پر بنسټ، د رایې ورکړې په دغه محل کې، د ۳۶۶رایې ورکوونکو نومونه ثبت شوي، خو په صندوق کې ۴۲۰ رایې اچول شوې دي. 

ځینې ټاکنیزې ډلې، په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه له اندېښنې سره ټینګار کوي چې باید تقلبي او واقعي رایې په رڼه توګه سره جلا شي.

د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ډلې غړی نور رحمان اخلاقي څرګنده کړه:«هغه څه چې له قانون او کړنلارو را وځي او کمېسیون د هغه پر تطبیق مکلف دی، باید روڼتیا تامین شي.»

له دې سره هم‎مهاله د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې یو شمېر څارونکي وایي چې له درېیو روځو راهیسې بایومېټریکي مالومات په مرکزي بانک کې نه دي ثبت شوي او په مالوماتي بانک کې یوازې د پایلو د پاڼو مالومات ثبت کېږي.

د ټاکنو یو له څارونکو محمد یونس نواندیش وايي:«دوی د بایومېټریک ډېټاګانو لېږد درولی، په داسې حال کې هوکړه شوې او دا د کمېسیون پرېکنده پرېکړه ده او همدارنګه ټولو څارونکو په دې هوکړه کړې او نړیوالې ټولنې هم په دې هوکړه کړې ده.» 

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې یوازې بایومېټریک شوې رایې اعتبار لري.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمېشنر محمد عبدالله وویل:«زموږ لپاره یوازې هغه رایې چې د بایومېتریک له لارې پړاوونه کچ کړي وي اعتبار لري او هغه د چاڼ وړ هم دي که‎چېرې کومه سرغړونه شوې وي.»

خو تراوسه خبریالانو د دې اجازه نه ده ترلاسه کړې څو د انتخاباتو له مالوماتي بانک څخه لیدنه وکړي. نن هم بریالي نه شو چې د دغه بانک ځای ته ننوځو او په دغه بانک کې د مالوماتو د ثبت څرنګوالی انځور کړو.

خو تراوسه خبریالانو د دې اجازه نه ده ترلاسه کړې څو د انتخاباتو له مالوماتي بانک څخه لیدنه وکړي.

شریک یي کړئ