وروستي خبرونه
Thumbnail

د ځکمتلو اوبو د ککړتیا د زیاتوالي له امله د هېوادوالو اندېښنې

د فکر په نوم د رواني او ټولنیز انکشاف بنسټ څېړنو پر بنسټ په کابل کې د پنځو ناحیو ځمکتلې اوبه خورا ککړې دي.

د ارزونې موندل ښيي چې د پنځو ناحیو اوبه هومره ککړې دي چې د انسان د روغتیا لپاره ګواښوونکې دي.

په ورته وخت کې ډاکټران وایي له ککړو اوبو ګټنه، د نس ناستې، محرفې او نورو هضمي ناروغیو باندې د اخته کېدو لامل کېږي.

د فکر په نوم پراختیايي بنسټ د څېړنو له مخې د کابل ښار د لومړۍ، دوهمې، اوومې، شپاړسمې او اتلسمې ناحیو ترځمکې لاندې اوبه په بشپړه توګه په نایتریت او امونیا مادو ککړې دي او د څښلو لپاره مناسبې نه دي.

د چاپېریال څېړونکی عباس پاینده نېک په دې اړه وویل:«موږ د کابل ښار د یو په درېیمې سیمو د اوبو ککړتیا ولیدې البته د دغه ټکي یادول هم لازم دی چې موږ د کابل په ځينو برخو کې هېڅ ډول مکروبي ککړتیا له هغې ډلې په شپږمه او دیارلسمه حوزه کې ونه لیده په شلمه او دویمه ناحیه کې هم په همدې ترتیب یعنې چې دا سیمې له مکروبي پلوه هېڅ ډول هغه لیدل شوي نه دي.»

کارته پروان هغه سیمه ده چې د فکر بنسټ د څیړنو له مخې ددې ځاي ترځمکې لاندې اوبه ککړې شوې دي.

د کارته پروان اوسیدونکي وايي د څاګانو او د بمبو د اوبو خوند او رنګ بدل شوی دی.

د کابل د کارته پروان اوسېدونکی نذیر محمد وايي:«د څاګانو اوبه یو ډېره بده مزه لري اوبه ډېرې خرابې دي او له حکومتي مسوولینو زموږ غوښتنه دا ده، چې دې ته جدي پاملرنه وکړي موږ وینو چې ټول ماشومان او ښځې ناروغې دي.»

ډاکتران هم په دې باور دي چې د کابل ښار د ځینو برخو ککړې اوبه روغتیا ته خطرناکې دي.

ډاکټر جمال کمال په دې اړه وايي:«هغه کسان چې مراجعه کوي په روغتونونو کې وینو یو له ډېرو عامو فکټوروو انتاني په ځانګېړې توګه اسهالات او د اسهلااتو بېلابېل ډولونه همدا منتن اوبه دي.»

له بلې خوا د اوبو رسولو ریاست په کابل ښار کې د اوبو رسولو لپاره د دې بنسټ د نویو پروګرامونو خبر ورکوي او وايي ترځمکې لاندې اوبو د ککړتیا یو لامل د هیوادوالو بې پامي ده.

د کابل د اوبو رسونې رییس حمیدالله یلاني په دې اړه وايي:«ام ټي پي ون لرو چې همدا اوس پرې کار جریان لري چې د لوګر له سینده له هغې زېرمې سره چې د وزیر اکبر خان په تپه کې جوړه شوې ترڅو د قلعه فتح الله د کوتل تر لاندې سیمې په ځان کې رانغاړي.او زموږ پروژه درې کلنه ده.»

ترځمکې لاندې اوبو د ۱۵ متره ټیټیدو ترڅنګ د دغه بنسټ څېړونکي وايي په کابل کې د اوبو ککړتیا د هیوادوالو د روغتیا په وړاندې جدي ګواښ بلل شوی دی.

تر ځمکې لاندې اوبو ته د زیات شمېر کورونو، لوړو ودانیو او ښارګوټو د اوبو مخه کول په پلازمیني کې د څښاک اوبو د ککړتیا بل لامل بلل کېږي. 

ډاکټران وایي له ککړو اوبو ګټنه، د نس ناستې، محرفې او نورو هضمي ناروغیو باندې د اخته کېدو لامل کېږي.

شریک یي کړئ