د افغانستان د حراست او ثبات شورا په ګډون یو شمېر سیاسي ګوندونه او خوځښتونه، وايي چې هغوی هغه مشورتي غونډې چې له دې وړاندې یې له ولسمشر سره نیولې، له دې وروسته پرې بندیز لګوي.
د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال د دغه کار لامل د دغو غونډو «مرموز» او «بې مانا والی» بولي.
هغه په دې اړه وویل:«په هغو غونډو کې چې تبلیغاتي اړخ ولري نندایز او له منځپانګې څخه تش وي، د حراست او ثبات شورا مشرتابه غړي په دغو غونډو کې له ګډون څخه ډډه کړې ده.»
په دې ورځو کې د حکومت په مشرانو نیوکې بیا ډېرې شوې دي او د سیاسي ګوندونو او مشرانو ترمنځ واټن هم ډېر شوی دی.
د افغانستان نوین ملي جبهې مسؤولان هم دا غونډه له ولسمشر سره ننداریزه بولي او ولسمشر په نه صداقت تورنوي.
د افغانستان نوین ملي جبهې مشر انورالحق احدي په دې اړه وویل:«موږ فوق العاده له حکومته ناراضه یوو.فکر کوم چې دا د حکومت وجداني دنده ده چې استعفا وکړي او پرېږدي چې یو نوی حکومت راشي.»
یو شمېر نور سیاستوالان ولسمشر یو ځان غوښتونکی او انحصارغوښتونکی کس بولي.
د افغانستان د ښځو د ټولنې مسؤوله فتانه اسحاق ګیلاني وايي:«ولسمشر له ځانه یو ډېکټاټور جوړ کړی او هغه کس دی چې ټول واک یې خپل کړی؛ځان یې د لوېدیځ لمن ته اچولی او د ملي ګټو،د جګړې د پای او په افغانستان کې د امنیت د ټيګښت په اړه هېڅ پروګرام نهلري.نه یوازې جهادي مشران یې ناکراره کړي، بلکې د ټول افغانستان خلک یې ناارامه کړي دي.»
ولسمشرۍ ماڼې د ټولو دغو اندېښنو په ځواب کې داسې وايي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په دې اړه وویل:«په هغو موردونو کې چې ولسمشر له سیاسي ګوندونو او نورو شخصیتونو مشره اخیستې ده، د هغه پر بنسټ پرېکړه هم شوې ده.»
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تر راتلونکو دوه کلونو به د ملي یوالي حکومت عمر پای ته ورسېږي. خو تر اوسه د ملي شورا د ټاکنو وخت نه دی اعلان شوی او د اساسي قانون د لویې جرګې له جوړېدو هم خبر نشته.