Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د چهارشنبې له بریده نوي خپاره شوې انځورونه

طلوع‎نیوز داسې انځورونه ترلاسه کړي دي چې چهارشنبې( د غبرګولي۱۰مه)د کابل زنبق څلور لارې کې د برید شیبه ښیې.

دا ا نځورونه چې د امنیتي کمرو په مرسته اخیستل شوي دي، ښیې یو ټانکر موټر غواړي سختې ساتل شوې سیمې ته د ننه شي، خو یو شمېر سرتېري یې دروي، او وروسته له هغې ځانمرګی چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکوي.

د چاودنې ډېر زور له کبله کمره بېځایه کېږي او ښيښه یې هم ماتیږي.

د دې کمرې وروستي انځورونه ښیې چې له چاودنې وروسته هر څه بل ډول او سیمه ورانه کېږي.

د چهارشنبې په برید د آلمان سفارت، اجرائيه ریاست او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نیږدې ترسره شو چې په ترڅ کې یې کابو سلو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او سلګونه نور ټپیان شول.

د دې برید مسوؤلیت کومې ډلې پر غاړه وانه‎خیست، خو د افغانستان ملي امنیت ریاست وايي چې دا برید د پاکستان استخباراتو په مرسته حقاني ډلې ترسره کړی دی.

دې برید کورني او بهرني غبرګونونه له ځانه سره درلودل.

وروسته له هغې یو شمېر خلکو کابل کې پر لاریون لاس پورې کړ او وروسته دا لاریون په تاوتریخوالي واوښت، چې په ترڅ کې یې ۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۱۵ تنه نور ټپیان شول.
 
د دې برید مسوؤلیت کومې ډلې پر غاړه وانه‎خیست، خو د افغانستان ملي امنیت ریاست وايي چې دا برید د پاکستان استخباراتو په مرسته حقاني ډلې ترسره کړی دی

شریک یي کړئ