Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د چهارشنبې په برید کې د قومندان اندرابي او ۸ کسانو وژل کېدل

قومندان سعدالله اندرابي، چې له یوې مودې راهیسې د المان سفارت د ساتونکي په توګه یې دنده ترسره کوله، تېره ورځ له لومړنیو کسانو څخه وه چې له چاودېدونکو توکو څخه د ډک ټانکر په چاودنه کې یې شهید شو.

هغه ټانکر ته د درېدو له امره سره،ځان او تر لاس لاندې ۸ کسانو ژوند قرباني کړ.

د سفارتونو د ساتنې قطعې قومندان،نیوکه کوي چې له چاودېدونکو توکو څخه ډک دغه ټانکر څه ډول توانېدلی چې د تلاشۍ له ټولو پوستو څخه تېرشي.

هغه وايي چې سیمې له چاودېدونکو توکو څخه ډک ټانکر له رسېدل،د قومندان اندارابي او کسانو له خوا یې د درېدو امر ورکړل شو، خو ځانمرګی اړ شو چې د دغه ټانکر چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي.

د سفارتونو د ساتنې د قطعې قومندان نجیب الله وردک په دې اړه وویل:«په زنبق څلور لاره کې ټول لوی موټر بند وو، دغه موټر چې رارسېږي او په خپله همدا قومندان صاحب سعدالله خان دروي یې او ورته وايي چې په دې ځای کې د موټر ننوتلو ته اجازه نشته.په همدې حال کې موټر بم چاودنه کوي او سعدالله خان او یو د ضیاء الله په نامه یو بل سرتېری شهیدېږي، څلور ساتونکي چې هلته باالفعل لرو چې تراوسه یې مړي پيدا شوي نه دي، هغوی هم شهیدېږي.»

له قومندان اندرابي څخه پنځه زامن او یوه لور پاتې دي او کوچنی زوی یې یو کلن دی.

۱۸ کلن سمیع الله د هغه مشر زوی تراوسه زده کوونکی دی؛ هغه اوس د خپل کورنۍ د اړتیاو د برابرونکي په له لاسه ورکولو سره د خپلې کورنۍ ټول مسؤولیت ته اوږه ټیټه کړي.

د سفارتونو د ساتنې قطعې قومندان وايي چې سیمې له چاودېدونکو توکو څخه ډک ټانکر له رسېدل،د قومندان اندارابي او کسانو له خوا یې د درېدو امر ورکړل شو، خو ځانمرګی اړ شو چې د دغه ټانکر چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي.

شریک یي کړئ