Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د چین او امریکا اختلافونو له امله د یونما چارې تمدید نه شوې

د ملګرو ملتونو سازمان، د امریکا او چین د اختلافونو له امله ونه توانېد چې په افغانستان کې د دغه سازمان سیاسي ماموریت د یوه کال لپاره وغځوي.

ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپل ماموریت د پرمخ وړلو لپاره د دې سازمان دننه هوکړې ته اړتیا لري، خو د امریکا او چین مخالفتونو دا سازمان له ننګونو سره مخ کړی دی.

دا اختلافونه د دې لامل شول چې افغانستان کې د یونما ماموریت د شپږو میاشتو لپاره تمدید شي. اخوا بیا ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې د دې اختلافاتو په اړه اندېښنه ښکاره کوي.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمې استازې عادله راز وايي:«موږ له دې کبله چې د غړو ترمنځ اختلاف د دې لامل شو، چې په افغانستان کې د یونما ماموریت د یوه کال پر ځای شپږو میاشتو ته وغځول شو، خواشیني یوو. که څه هم موږ پوهېږو چې د دې سازمان ژمنتیا د دولس میاشتني ماموریت لپاره ده، خو موږ به په دې شپږ میاشتو کې هڅه وکړو چې د افغانستان د خلکو لپاره د ښو خدماتو وړاندې کولو زمینه برابره کړو.»

خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د شپږ میاشتني ماموریت په اړه نهیلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې مرستیال جاناتان کوهن څرګندوي:«موږ له دې کبله چې دا سازمان و نه توانېد په افغانستان کې د خپل سیاسي ماموریت لپاره د یوې کلنې تګلارې هوکړه وکړي، نهیلي شوي یوو. چین دا پرېکړه لیک برمته کړه او ټینګار یې کاوه چې د افغانستان د خلکو پر ځای دا پرېکړه د چین سیاست پورې محدود کړئ. په دې کار سره ملګرو ملتونو د یوه لنډ ماموریت د منلو پرته بله لار نه درلوده.»

خو په چین کې د ملګرو ملتونو استازی د دې اختلافاتو په اړه وايي.

ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال وهایتائو وايي:«د امنیت شورا د دغه پرېکړه لیک په تمدید کې ناکامه شوه، ځکه اختلافونه لا هم پر ځای دي. یو له دې اختلافاتو دا دی چې یو غړی د بل غړي د سالمو نظریاتو له منلو څخه ډډه کوي. دې کار د مشورې فضا زهرجنه کړې ده. دا روښانه ده او باید چې دا موضوع رد شي.»

د راپورونو له مخې، چین غوښتل چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نوي یو کلن ماموریت د غځولو پړاو کې د یوه کمربند لارې ته اشاره وشي، خو امریکا دا پروژه له ابهاماتو ډکه ګڼي او وايي، چین غواړي په دې پروژې سره خپلې سیاسي موخې وڅاري او همدا د اختلاف ټکی دی.

شریک یي کړئ