د چین په بیجینګ کې د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان او د چین ولسمشر، شې جینګپنګ د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې دي.
چین او پاکستان ټینګار چهارشنبې(د تلې په ۱۷مه نېټه) ټینګار کړی چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نلري.
د یادو چارواکو تر لیدنې وروسته یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي، چې بیجینګ او پاکستان هوکړې ته رسېدلي چې په افغانستان کې سراسري او تل پآتې سوله د سیمې امنیت لپاره حیاتي ده او په دغه هېواد کې د جګرې له لارې ثبات نشي راتلی.
اعلامیه زیاتوي، چې چین په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستو برخه کې د پاکستان هڅې ستایي.
او دواړه لوري باور لري، چې د سولې یوې داسې پروسه پیل چې مالیکیت یې د افغانانو په لاس وي، په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو لپاره اړین دي.