Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د چین د بهرنیو چارو وزیر سفر موخه د آستانې هوکړې تعقیب

د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ‎يي نن(شنبې د چنګاښ۳مه) کابل ته راغی او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، صلاح‎الدین رباني او یو شمېر نورو افغان چارواکو سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر د آستانې هوکړې تعقیب په موخه چې د افغانستان او چین ولسمشرانو ترمنځ لاسلیک شوه، کابل ته راغلی دی.

له ترهګرۍ مبارزه، د افغانستان د سولې پروسې څخه د چین ملاتړ، سیمه‎ییزه همکاري او د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا هغه موارد وو چې په قزاقستان کې د افغان ولسمشر، اشرف غني او چینايي سیال، شې‎جینګ پینګ ترمنځ پرې هوکړه شوې وه.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي دي:«د چین د بهرنیو چارو وزیر په استانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشریزې غوندې په حاشیوي ناسته کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ شویو توافقاتو ته په اشارې سره زیاته کړه چې افغانستان ته يې د سفر ستره موخه د یادو توافقاتو تعقیب او په ځانګړي ډول له ترهګرۍ او تاوتریخوالي ډک افراطیت  سره ګډه مبارزه، د افغانستان د سولې پروسې څخه د چین ملاتړ، سیمه ایزه همکاري او د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا وه.»

د خبرپاڼې پر بنسټ، د چین د بهرنیو چارو وزیر د کابل بهیر ملاتو او د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

وانګ‎يي همداراز له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی او لپاره یې سیمه‎ييزه همغږي مهمه وبلله.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د هېواد ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر سره هم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لیدنه درلوده او چین د افغانستان پاکستان لخوا د ترهګرۍ سره د مبارزې پر څار خپل چمتووالۍ ښوودلی دی.

د هېواد امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي دي:«چین چمتو دی چې د اړتیا په حال کې د دواړو هېوادونو(پاکستان او افغانستان) لخوا له ترهګرۍ سره پر مبارزې څارنه وکړي.»

په همدې حال کې د بهرنیو چارووزارت سرپرست، صلاح‎الدین رباني په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې اجماع او همغږۍ لپاره اړین وګڼل، او د سیمه‎ییزو هېوادنو د عملي او صادقانه همکارۍ او همغږۍ لپاره يې د افغانستان له غوښتنې څخه د ملاتړ ه په برخه کې د چين د رول ستاینه کړه.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د هېواد ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر سره هم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لیدنه درلوده او چین د افغانستان پاکستان لخوا د ترهګرۍ سره د مبارزې پر څار خپل چمتووالۍ ښوودلی دی

Thumbnail

د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ‎يي نن(شنبې د چنګاښ۳مه) کابل ته راغی او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، صلاح‎الدین رباني او یو شمېر نورو افغان چارواکو سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر د آستانې هوکړې تعقیب په موخه چې د افغانستان او چین ولسمشرانو ترمنځ لاسلیک شوه، کابل ته راغلی دی.

له ترهګرۍ مبارزه، د افغانستان د سولې پروسې څخه د چین ملاتړ، سیمه‎ییزه همکاري او د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا هغه موارد وو چې په قزاقستان کې د افغان ولسمشر، اشرف غني او چینايي سیال، شې‎جینګ پینګ ترمنځ پرې هوکړه شوې وه.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي دي:«د چین د بهرنیو چارو وزیر په استانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشریزې غوندې په حاشیوي ناسته کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ شویو توافقاتو ته په اشارې سره زیاته کړه چې افغانستان ته يې د سفر ستره موخه د یادو توافقاتو تعقیب او په ځانګړي ډول له ترهګرۍ او تاوتریخوالي ډک افراطیت  سره ګډه مبارزه، د افغانستان د سولې پروسې څخه د چین ملاتړ، سیمه ایزه همکاري او د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا وه.»

د خبرپاڼې پر بنسټ، د چین د بهرنیو چارو وزیر د کابل بهیر ملاتو او د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

وانګ‎يي همداراز له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی او لپاره یې سیمه‎ييزه همغږي مهمه وبلله.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د هېواد ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر سره هم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لیدنه درلوده او چین د افغانستان پاکستان لخوا د ترهګرۍ سره د مبارزې پر څار خپل چمتووالۍ ښوودلی دی.

د هېواد امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي دي:«چین چمتو دی چې د اړتیا په حال کې د دواړو هېوادونو(پاکستان او افغانستان) لخوا له ترهګرۍ سره پر مبارزې څارنه وکړي.»

په همدې حال کې د بهرنیو چارووزارت سرپرست، صلاح‎الدین رباني په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې اجماع او همغږۍ لپاره اړین وګڼل، او د سیمه‎ییزو هېوادنو د عملي او صادقانه همکارۍ او همغږۍ لپاره يې د افغانستان له غوښتنې څخه د ملاتړ ه په برخه کې د چين د رول ستاینه کړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه