افغان حکومت د ډیورنډ کرښې تهڅېرمه د پاکستان د پوځيانو له خوا د «خیبر ۴»په نامه له عملیاتو نیوکه کوي او وايي چې دغه هېواد په خپل سر په دغه کار لاس پورې کړی دی.
ملي دفاع وزارت وايي کهڅه هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ په شفاهي توګه هوکړه شوې وه چې هرکله افغانستان او یا هم پاکستان د ترهګرو پر ضد عملیات په لاره اچوي، باید له یو بل سره هوکړه وشي او د امریکا متحده ایالات او چین له دغو عملیات څخه څارنه وکړي، خو پاکستان اوس دغه عملیات په خپل سر پیل کړي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری ټینګار کوي چې پاکستان دې د ترهګرو ډلو لکه د طالبانو او حقاني شبکې د مشرانو په وړاندې اقدام وکړي چې د پاکستان په ښارونو کې لکه کوټې او اسلام اباد کې په ارامه ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دغه ویناوې ردوي او وايي چې د «خیبر ۴»په نامه عملیات یې د خیبر په دره کې چې د ننګرهار له اچین سره پوله لري، د یکشنبې په ورځ په لاره اچولي دي.
د پاکستان پوځ د دغو عملیاتو موخه پاکستان ته د داعش ډلې د جنګیالیو مخنیوی بولي.