Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ژوو نړیواله ورځ؛ د افغانستان ځينو ژوو نسل له ورکېدو سره مخ دی

ملګرو ملتون سازمان د ۲۰۱۳ کال په ډسمبر میاشت کې د وحشي ژوو لپاره یوه ورځ ځانګړې کړه. له هغه وخت راهیسې تراوسه د ماچ درېیمه په همدې مناسبت لمانځل کېږي، څو هېوادونه خپلو وګړو ته د وحشي ژوو او چاپېریال ساتنې د اهمیت پوهاوي په هکله ډېرې هڅې وکړي. 

د کابل ژوبڼ رییس وايي چې افغانستان کې د ژوو ښکار د زیاتوالي مخ په زیاتېدو دی او دې چارې هېواد کې د ځينو ژوو نسل د ورکېدو له ګواښ سره مخ کړی دی.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره او د کرنې وزارت، د یکشنبې په ورځ (د کب په ۱۲/ د مارچ په ۳مه) دغه ورځ له ځينو مراسمو سره ولمانځله.

د وحشي ژوو په نړیواله ورځ، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ژوو د ښکار، د ونو پرېکولو، چاپېریال ساتنې ته زیان رسولو په اړه خبرداری ورکړل شو

 په دې برخه کې مسوول بنسټونه، د چاپېریال ساتنې پر هڅو او د خلکو پر همکارۍ ټینګار کوي.

بلخوا د چاپېریال ساتنې اداره، د څو وروستیو لسیزو جګړې، په هېواد کې د وحشي ژوو ژوند ته د زیان تر ټولو ستر لاملونه ګڼي.  

د چاپیریال ساتنې ادارې تخنیکي مرستیال عزت الله صدیقي په دې اړه وویل:«څه باندې ۹۰۰ ډوله ژوي دي او څه باندې څلور زره ډوله نباتات په افغانستان کې شته؛ خو له بده مرغه چې تراوسه په علمي توګه سروې او مطالعې نه دي شوې.»

د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو ريیس محمد رفیع قاضي زاده هم زیاتوي:«یوازې موږ دولتي ادارې، که‎چېرې د لرګیو مصرف کم کړي، څه باندې شپېته مېلیونه ډالر زیان کموي.»

په ورته وخت کې د کابل ژوبڼ رییس وايي چې افغانستان کې د ژوو ښکار د زیاتوالي په حال کې دی او د دغه کار مخه باید ونیول شي.

د کابل ژوبڼ ريیس عزیزګل ثاقب وايي:«د ولایتونو په کچه، د ښکار او قاچاق پېښې تراوسه هم لیدل کېږي، د ولایتونو په کچه تراوسه هم ژوي وژل کېږي، ځنګلونه پرې کېږي، ځالې یې ورانېږي، د طبیعت ښکلا ته زیان رسېږي.»

په افغانستان کې یوازې یو ژوبڼ شتون لري چې هغه هم په پلازمېنه کابل کې دی. د کابل د ژوبڼ رییس په وینا، په دغه ژوبڼ کې کابو ۱۰۰ ډوله ژوي، الوتونکي مرغان ساتل کېږي او دغه ژوي د ورځې څه باندې زر تنه لیدونکي لري.

خو په دغه ژوبڼ کې ډېری وحشي ژوي او الوتونکي مرغان له بهره هېواد ته راوړل شوي دي.

د مارچ درېیمه د وحشي ژوو په نامه نومول شوې. ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۱۳ کال کې دا ورځ وحشي ژوو ته ځانګړې کړه.

شریک یي کړئ