Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښارونو د امینت د تأمین لپاره دامنیت شورا او امنیتي بنسټونو طرحه

د کورنیو چارو وزات له جنایي جرمونو سره د مبارزې رییس وایي، د امنیت شورا له ټولو امنیتي بنسټونو سره په ژمي کې د ښارونو د امنیت ټینګښت لپاره پر یوې طرحې کار پیل کړی دی.

فرید احمد افضلي وایي، د یادې طرحې د عملي کېدو لپاره به له ټولو عملیاتي، استخباراتي او امنیتي وړتیاوو کار واخیستل شي.

د افضلي په خبره د دغې طرحې د عملي کېدو په پار د کابل په کچه  یوه عمومي ارزیابي په  امنیتي او استخباراتي برخو کې ترسره شوې ده.

ښاغلي افضلي په دې اړه وویل:«د هېواد د امینت شورا د ملي امنیت په ګډون له ټولو امنیتي بنسټونو سره پر طرحې کار کوي چې د کابل او وروسته د نورو ولایتونو د امنیت د تأمین لپاره بنسټیز پروګرام دی؛ پلان په واک کې لرو او هڅه کوو ترڅو عملیاتي او امنیتي لارې چارې اختیار کړو چې په کابل او ټولو ولایتونو کې امنه فضا رامنځته شي.»

په همدې د کابل د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې رییس وايي، په تېرو کلونو کې هر میاشت تر ۴۵۰ جنایي پېښې رامنځته کېدې خو اوس مهال هره میاشت تر ۳۰۰ جنايي پېښې رامنځته کېږي.

د کابل د امینه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې رییس محمد سالم الماس څرګنده کړه:«په جدي توګه هڅه کوو او له سند سره وایوو چې د تېر کال په پرته جنايي جرمونه د تېرو شپږو میاشتو په نسبت کم شوي دي.»

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت د اپراسیون رییس وايي کلکې امنیتي تابیاوې د کابل له شنو سیمو څخه د ولسوالیو پر لور پيل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال افضل امان زیاته کړه:«موږ د کابل د اوسېدونکو د خوندیتابه لپاره خپل امنیتي تابیانو کاري پلان له شنې سیمې پیل کړی او دا تدابیر د کابل تر شاوخوا تر ولسوالیو پراختیا مومي ترڅو د کابل اوسېدونکي په هره څنډه کې په امن کې وي.»

خو هېواد وال د امنیتي بنسټونو له چارواکو غواړي چې د امنیت ټنګښت په موخه ګټور پروګرامونه پام کې ونیسي ترڅو خلک په سوکالۍ کې ژوند وکړي.

شریک یي کړئ