Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښار جوړونې وزارت د فساد دوسیه کې د یوه تورن کس پر ازادولو نیوکې

سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې د کابل د ښارجوړونې پخوانی رییس احمدشاه همت چې د ښار جوړونې وزارت کې د فساد په ستره دوسیه کې یو له تورنو څخه و، اوس بېرته خپلې دندې ته راستون شوی دی.

پر روڼتیا د څار بنسټ نیوکه کړې چې حکومت ولې د ښار جوړونې وزارت د فساد په یوه لویه دوسیه کې تورن کس ته برائت ورکړی دی؟

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ څېړونکی ناصر تېموري په دې اړه وايي:«له رییسانو لوړ کسان، د مرستیالانو په کچه او د ښار جوړونې وزارت پخواني وزیرانو په کچه هم په دغې دوسیه کې تورن دي، خو د هغوی دوسیې په وخت او په بې پرې توګه د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا تعقیب شوي نه دي.»

د مشرانو جرګې غړی رمضان بشردوست هم په دې اړه څرګنده کړه:«له بده مرغه یوازې احمد شاه همت نه دی؛ دلته په زرګونه تنه دي چې ټول دولت او له فساد سره مبارزه یې له صفر سره یو شان کړې ده.»

احمد شاه همت، محمد امین "امین"، احمد نواز بختیاري، ګل رحیم زیارمل ، سیدامان الله سادات او محمد امین قانع د ځمکې او ښارجوړونې وزارت د بېلابېلو څانګو مشران و چې، په ۱۳۹۴ هجري - لمریز کال  کې د اپارتمانونو په وېش کې د بډې اخیستو او په تړونونو کې د مېلیونونو ډالرو د اختلاس او له دندو د ناوړه ګټنې په تور لویې څارنوالۍ ته پېژندل شوي وو.

خو احمدشاه همت د کابل د ښار جوړونې مخکینی مشر د لویې څارنوالۍ په وینا: براات ترلاسه کړی او سرچینې وايي چې، نوموړی په یاد وزارت کې خپل کار ته ځي راځي.

خالد د محمد امین یوه تورن کس زوی چې په زندان کې دی، د احمدشاه همت په ازاېدو نویکه کوي او حکومت په دوه ګوني چلند تورن وي.

هغه زیاتوي:«دا دوسیه په یو اړخیزه، ناعادلانه، سیاسي او مافیايي څېړل شوې ده او په هغه کې هېڅ ډول عدالت په پام کې نه دی نیول شوی.»

د ښار جوړونې او ځمکې وزارت په دې اړه څه ن هوايي، خو لویه څارنوالي وايي چې، احمد شاه همت ته د کافي اسنادو د نشتون له امله براات ورکړ شوی او پاتې نور تورن کسان سره له دې چې، مېلیونونه افغانۍ جریمه شوي، په بندخونه کې هم شپې او ورځې تېروي. 

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه وویل:«د ښاغلي همت په اړه په دنده ګومارل شویو څارنوالانو ته کافي دلایل په لاس ور نه غلل؛ نو د ښاغلي همد په اړه دوسیه حفظ، خو ځينې نور کسان چې په پښه کې د پړه دي د څارنوالۍ له خوا د هغوی پر ضد دعوا پرانستل شوې او دوسیه یې محکمې ته سپارل شوې ده.»

ورته مهال د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي چې ټولو پښو ته به رسېدنه وشي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود څرګنده کړه:«په یو شان توګه ټولو دوسیو ته رسېدنه زموږ لپاره بنسټيز اصول ګڼل کېږي.»

له کابل بانک د اختلاس له دوسیې وروسته د ځمکې او ښارجوړونې وزارت د خواجه رواش د اپارتمانونو په جوړونه او تهیه یې مسکن پروژه کې د فساد شتون د ملي یووالي حکومت لپاره د اختلاس دویمه لویه دوسیه ده چې، د څارونکو بنسټونو په وینا یادو دوسیو ته په سمه توګه رسېدنه نه ده شوې.

د ښار جوړونې شپږ پخواني رییسان چې په ۱۳۹۴هجري لمریز کال کې د اپارتمانونو په وېش د بډو اخیستو په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي وو، هغوی یو تن ازاد کړل شوی دی.

شریک یي کړئ