Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو اجماع: د سولې خبرو کې د ښځو حقونه له پامه ونه غورځول شي

د افغان سولې لپاره د ښځو اجماع، د جمعې په ورځ (د کب په ۱۰ مه) په پنځلس ماده‎ییز پرېکړه‎لیک کې د سولې په خبرو اترو کې خپل دریځ اعلان کړ.
د افغان سولې لپاره د ښځو د اجماع غونډه، د پنجشنبې په ورځ (د کب په ۹ مه) د افغانستان له ګوټ ګوټ نه ۷۰۰ ښځو له حضور سره د لویې جرګې په خېمه کې جوړه شوه، خو د هغه پرېکړه‎لیک نن اعلان شو.
دغه مېرمنې وايي چې سوله دې، د سیاسي معاملو قرباني نه شي او په دې منځ کې د ښځو حقونه له پامه ونه غورځول شي.
د ښکېلو لورو ترمنځ اوربند، د پایدارې سولې ټینګښت، د تېرې یوې نیمې لسیزې د لاسته راوړنو خوندیتوب، د زور ویلو په وړاندې د قانون پلي کېدل، له فساد او تاوتریخوالي سره مبارزه، د هېواد له امینتي ځواکونو ملاتړ د دغه پنځلس ماده‎ييز پرېکړه لیک نورې برخې وې.
د لومړنۍ مېرمنې سلاکاره زهره یوسف وايي:«د افغانستان مېرمنو لپاره اوس ثابته شوې ده، چې د سولې خبرو اترو په مېز کې باید په خپله غږ شوي وای، ځکه چې موږ په ځينو اعتبار او اعتماد نه لرو.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرسته حسینه صافۍ په دې اړه وايي:«د لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو پر بنسټ هر ډول طرحې په کلکه غندو او د لویې جرګې ترسراوی غواړو.»
د سولې لپاره د هڅو له زیاتوالي سره هم‎مهاله، له دې مخکې هم ځينو ښځو له دې چې د سولې په خبرو اترو کې د هغوی حقونو او لاسته راوړنو په پام کې نه نیول کېږي اندېښنه څرګنده کړې وه.
هغوی په ځلونو د ناستو له ترسراوي سره د سولې په بهیر کې د ښځو د ونډې غوښتونکي شوي - هغه خبرې اترې چې تراوسه حتا حکومت هم په کې دخیل نه دی.
طالبانو او امریکا تراوسه څلور ځله سره لیدلي او خبرې کړې دي او پنځم ځل خبرې یې هم روانې دي، په داسې حال کې چې طالبان له حکومت سره هر ډول خبرې ردوي.
ښځې په افغانستان کې، په دې اړه اندېښمنې دي چې خدای مه کړه د هغوی په نشتون کې د هغوی د راتلوونکي په اړه پرېکړه وشي.
د سولې لپاره د ښځو د مشورتي کمېټې غړې کویتا صدیقي وايي:«د افغان ښځو غږ دې په یووالي سره له یوې حنجرې لوړ شي، هغوی به له پامه ونه غورځول شي.»

مېرمنې وايي چې سوله دې، د سیاسي معاملو قرباني نه شي او په دې منځ کې د ښځو حقونه له پامه ونه غورځول شي.

شریک یي کړئ