Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پر له‎منځه وړلو د م.م سازمان ټینګار

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یونما) د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ژر تر ژره ختمېدو غوښتونکی دی او له افغان حکومت او نړیوالو بنسټونو غواړي چې په دې اړه هڅه وکړي.

دغه دفتر نن (شنبې د لیندۍ په ۴ مه)د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ملګرو ملتونو سازمان بنسټونه، «د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ» لمانځي او همدارنګه په دې منظور یې په افغانستان کې یو ۱۶ ورځنی روزنیز کمپاین په لاره اچولی دی.

په دغې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له خولې لیکل شوي دی:«په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی باید ژر تر ژره ودرول شي. د افغان ښځو د بالقوه استعداد او د سولې او امنیت په پراختیا کې د هغوی پراخ ظریفت ته د لاسرسي لپاره باید د ښځو او نجونو د حقونو تر پښو لاندې کول په ځانګړې توګه تاوتریخوالی، پای ته ورسول شي.»

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې له هرو درېیو مېرمنو د هغوی یوې فېزیکي او جنسي تاوتریخوالی تجربه کړی دی.

د نومبر ۲۵ مه نېټه، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له‎منځه وړلو له نړیوالې ورځې سره سمون لري. او سږ کال دغه ورځ په افغانستان کې «هېڅوک یوازې مه پرېږدئ» تر شعار لاندې ولمانځل شوه.

د یونما په خبرپاڼه کې راغلي:«د افغان مېرمنو د ملي عملي پروګرامونو له یادونې سره، د ملګرو ملتونو سازمان ځان له هغو هڅو چې د افغاني او نړیوالۍ ټولنې د بنسټونو له خوا د ښځو او نجونو د توانمندۍ او د حقونو د ساتلو او له وېرې د خلاصون لپاره کوي ژمن بولي.»

افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي شمېر په کې ډېر لوړ دی. ناوړه دودونه، د ښځو د خپلواکۍ نشتوالی او بې وزلي په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ