Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل برید د قربانیانو شمېر ۴۳ کسانو ته ورسېد

دعامې روغتیا وارت ویاند، وحید مجروح د دې پخلی کوي چې کابل کې د معلولانو او د شهیدانو ورثې د ملاتړ ملي ادارې او پر ټولګټو وزارت برید کې ۴۳ کسان وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان دي.

برید تېره ورځ(دوشنبې د مرغومې په درېیمه) وشو او افغان ځواکونو له بریدګرو سره له لس ساعتونو نښتې وروسته، هغه پای ته ورسوله.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي د تېرې ورځې برید په پایله کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

د دې وزارت چارواکي زیاتوي چې د برید پرمهال د ټولګټو وزارت ۳۵۰ تنه کارکوونکي ژغورل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي برید هغه مهال پیل شو چې یوه بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته له غرمې وروسته کابو درې بجې د یاد بنسټ مخې ته چاودنه ورکړه او ورپسې درې بریدګر ودانۍ ته د ننه شول.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي تېره ورځ پر دولتې ودانۍ برید کې ۴۳ کسان وژل شوي او لس تنه نور ټپیان دي.

شریک یي کړئ