Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د کابل برید په اړه دې کشفي او استخباراتي بنسټونه ځواب ووايي'

د ملي شورا ځينې غړي او هېوادوال د کابل د ننني برید په غبرګون کې د هېواد پر کشفي او استخباراتي بنسټونو نیوکې کوي.

 نن له غرمې مخکې (دوشنبې د چنګاښ په ۱۰مه) د نهو بجو په شاوخوا کې ځانمرګو بریدګرو د کابل ښار د اتمې حوزې په اړوند سیمه پل محمود خان د ملي دفاع وزارت د لوجستیک پر مرکز برید وکړ.

دغو بریدګرو لومړی له چاودېدونکو توکو ډګ موټر ته د دغه مرکز په دروازه کې چاودنه ورکړه او وروسته دغه مرکز ته ننوتل او په نښتې یې پیل وکړ.

د شمېرو پر بنسټ په دغې پېښه کې څلور تنه وژل شوي او کابو سل تنه نور ټپيان شوي دي.

هېوادوال پر کشفي او استخباراتي بنسټونو نیوکه کوي او وايي چې د پلازمېنې زړه ته له چاوېدونکو توکو ډک موټر د ننوتلو او د دغه پېچلي برید په اړه دې ځواب ووايي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي:«دا برید د دې ښودنه کوي چې زموږ کشفي او استخباراتي بنسټونه په سیمه توګه خپله دنده نه ترسره کوي او د دغو بریدونو تکرار د خلکو زغم او حوصله په سر کړې ده.»

د ولسي جرګې غړی جاوید صافی هم څرګندوي:«یو ځل نه دی، لس ځله نه دي؛ په سلګونه ځله داسې پېښې تکرار شوې دي او زموږ امنیتي ځواکونه بې پروايي کوي او دښمنان هم له هغې استفاده کوي.»

یو شمېر مخکني نظامي چارواکي هم د هېواد د  اوسني امنیتي وضعیت د بدلون په اړه کشفي او استخباراتي ادارو کې پر بدلون ټینګار کوي.

د هوايي ځواکونو پخوانی قومندان عبدالوهاب وردګ هم وویل:«باید د کشف او استخباراتو او همدارنګه د ملي امنیت عمومي ریاست په برخه کې غور وشي څو وضعیت لږ ښه شي.»

د پلازمېنې اوسېدونکي وايي، دې ډول بریدونو د ښار دننه ژوند هم له وېرې او وحشت سره مخ کړی دی.

کابل مېشتی معین الدین وايي:«هره ورځ موږ د یوې ناوړې پېښې شاهد یوو، باید مخه یې ونیول شوي.»

کابل مېشتی صحبت الله هم وویل:«له حکومته زما غوښتنه دا ده چې کشفي او استخباراتي برخې دې د داشان پېښو د مخنیوي لپاره فعاله کړي.»

طالبان په داسې حال کې دا برید ترسره کوي چې د دغې ډلې استازي په قطر کې له امریکايي استازو سره د سولې په اړه په خبرو بوخت دي.

د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل چې ټاکل شوې ده تر راتلوونکو دوه ورځو د افغان حکومت او طالابنو ترمنځ خبرې پیل شي. خو اوس ولسمشرۍ ماڼۍ د ننني برید پر څېړنه ټینګار کوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي څرګنده کړه:«تاسې په خبرونو کې وینئ چې د هغوی بریدونه شنډېږي، خو موږ له یوه خطرناکه دښمن سره مخامخ یوو.»

د حکومت اجراییه رییس له دې برید وروسته طالبانو ته د مزدورې ډلې خطاب کوي او کابل کې د امریکا او پاکستان سفارتونو بیا دا برید غندلی دی.

د ښار منځ ته د چاودېدونکو توکو د یوه ډک موټر رانتوتل، یوې ودانۍ کې د وسله‌والو ځای پر ځای کېدل او تر خوا یې د دومره وسلو لېږد، هغه نیوکې دي چې د هېواد پر کشفي او استخباراتي ادارو کېږي.

شریک یي کړئ