Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل - بغلان لویه لار د تګ راتګ په مخ پرانیستل شوه

د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل - بغلان لویه لار د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پیاله کې بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

دا لار هغه مهال وتړل شوه چې طالبانو کابو لس ورځې مخکې پر پلخمري ښار برید وکړ.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، پر پلخمري ښار د طالبانو برید په شاتمبول شوی خو لاهم د دغه ښار په شاوخوا کې جګړه روانه ده.

ورته‎مهال د کورنیو چارو وزارت څرګندوي چې د بغلان-بلخ لویه لار هم د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې ده.

دا لویه لار د کیله‎ګی، جرخشک، جنګل باغ او چهارشنبه تپه په برخو کې تړل شوې وې.

شریک یي کړئ