د لومړنیو راپورنو له مخې وسله وال کسان نن(سې شنبې د غويي په ۲۳مه نېټه) د کابل ۱۳مې حوزې په دشت برچي سیمه کې پر یوه روغتون برید کړی دی.
همداراز سیمه کې د طلوع نیوز خبریال وايي چې تر اوسه د دوو چاودنو غږ اورېدل شوی او ډزې هم شوې دي.
ویل کیږي دغه برید د سل بستریز پر روغتون چې د فرانسویانو لخوا اداره کیږي، شوی دی.
د سیمې خلک هم وايي چې په روغتون کې د ننه هم د ډزو غږ اورېدل کیږي.
ولسي جرګه کې د کابل استازی، مهدي راسخ وايي چې یو شمېر ډاکټران په روغتون کې بند پاتې دي
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي چې امنیتي سیمې ته رسېدلي دي.